د کونړ او نورستان خلک د طالبانو په عدلي او قضايي ارګانونو کې له پراخ اداري فساد سر ټکوي

کونړ او نورستان ولایتونو کې ځايي خلک شکایت کوي، چې په ولسوالیو کې د طالبانو د عدلي او قضايي ارګانونو مسوولین ترې د دولتي کارونو او حقوقي موضوعاتو په بدل کې پیسې اخلي او زیاتوي، چې د پیسو د نه ورکړې په بدل کې یې نه یوازې کارونه پرمخ نه ځي، بلکې طالبان ورته د زنداني کېدو او حتی د مرګ ګواښونه هم کوي. 

دوی وایي، چې دې چارې تر پوزې رسولي او غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت او اړوندې نړۍ والې ادارې دې د دې ستونزې د حل لپاره کوټلي ګامونه واخلي. 

د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی شېرمحمد چې د ځمکې پر سر یې له نورو کلیوالو سره خپلمنځي قضیه راغلې شکایت کوي، چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د محکمې مسوولینو یې دوسیه د پیسو په بدل کې ځنډولې.

نوموړی وايي، د طالبانو قاضیان هڅه کوي په یوه او بله پلمه د هغه دوسیه د زر او زور پر مټ مقابل لوري ته په ګټه ورکړي.

دی زیاتوي، طالب قاضیانو ورته خبرداری ورکړی که د هغه غوښتنې یې ونه منلې دوسیه به یې مقابل لوري ته په ګټه تمامه کړي. 

شېرمحمد له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زما له خپل یو کلیوال سره د ځمکې پر سر لانجه ده، له یو کال راهیسې محکمې ته ځم او راځم، قاضي راته کله وايي، ته پړ یې، کله راته وايي چې د بل چا په حق خېټه مه اچوه، ځمکه زما ده خو قاضیان د پیسو په بدل کې د مقابل جانب طرفداري کوي، له ما یې د بل چا په خولې پیسې غوښتي، ما ورته وویل ځمکه زما ده او باید قضیه زما په ګټه تمامه شي پیسې نه ورکوم، ځکه په خپل حق باندې ولې پیسې ورکړم، قاضي بیا ویلي، که پیسې رانکړې دوسیه به مقابل کس ته په ګټه تمامه کړم.»

د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اړونده ساحه، چې د سیمې اوسېدنکي یې طالب قاضیان د خپلو حقوقي قضیو په بدل کې پر بډو غوښتلو تورنوي. انځور: خواله رسنۍ

کونړ مېشتي دغه راز شکایت کوي، چې په ولسوالیو کې د طالبانو د محکمو مسوولین نه یوازې دا چې دوسیې او قضیې یې ځنډوي، بلکې د هغوی د شرایطو د نه منلو په بدل کې یې پر زنداني کېدو هم ګواښي.

ځايي خلک وايي، طالبانو ترې حتی د کارونو د ځنډ په برخه کې د شکایت حق هم ترې اخېستی او خبرداری یې ورکړی، چې د دوی د خبرداري د سرغړونې په صورت کې به یې زنداني او قضیه به یې مقابل لوري ته په ګټه ورکړي. 

د کونړ د شیګل ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالولي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: «له دوو کالو راهیسې مې د ولسوالۍ په محکمه کې دوسیه روانه ده، قاضي رانه د یو او بل په لاس پیسې غواړي، ما ورته ځواب ورکړی، چې زه د خپل حق په بدل کې پیسې نه ورکوم، خو بیا راته اخطار راکوي، چې پیسې راکړې نو دوسیه به دې مقابل جانب ته په ګټه ورکړم، حتی دا یې راته ویلي، چې که دې د پیسو په حساب کې چېرته شکایت هم وکړ، نو بندي به شې، مونږ حیران یو چې اخر څه وکړو، د خپل حق په بدل کې هم رانه پیسې غواړي او هم راته د بندي کولو اخطارونه راکوي.»

د کونړ د شیګل ولسوالۍ اړونده سیمه، چې ځايي اوسېدونکي یې د طالبانو د محکمو مسوولین پر اداري فساد تورنوي. انځور: خواله رسنۍ

بل لور ته د نورستان د مرکز او ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي هم د طالبانو له لوري د حقوقي موضوعاتو په بدل کې د پیسو اخېستو او له پراخ فساد شکایت کوي. 

دوی وايي، له یوه لوري یې د طالبانو سیمه ییز قاضیان ستونزو ته رسېدنه نه کوي او له بل لوري یې په دې ولایت کې د دې ډلې لوړ پوړي مسوولین شکایتونه او غږ نه اوري، چې دې چارې دوی تر پوزې رسولي دي. 

د نورستان د واما ولسوالۍ اوسېدونکی شېرمحمد له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زما له خپل کلیوال سره د پیسو په سر لانجه ده، څو ځل مې پرې عریضه وکړه، چې محکمې ته حاضر شي او پیسې مې راته وسپاري، خو د طالبانو قاضي یې محکمې ته نه حاضروي، هغه کس طالبانو ته نږدې کس دی، ځکه سرې سترګې ګرځي، د ولسوالۍ قاضي مې مشکل نه حلوي او چې پاس ولایتي مقاماتو ته ورځم هغوی وخت نه راکوي، نه پوهېږم اخر څه وکړم، نور یې ځان وژنې ته مجبور کړی یم، په خپلو پیسو یې سوال ته کېنولی یم.»

نورستان د واما ولسوالۍ اړونده سیمه، چې ځايي خلک یې د طالبانو له پراخ فساد او ستونزو ته د نه رسېدو له امله تر پوزې رسېدلي. انځور: خواله رسنۍ

د کونړ او نورستان اوسېدونکي دغه راز د فساد د مخنیوي په برخه کې د طالبانو څرګندونې او ژمنې هم ولس غولوونکې ژمنې بولي. 

ځايي خلک د طالبانو حکومت له لوړ پوړو مسوولینو غوښتنه کوي، چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او خپل ټیټ پوړي مسوولین دې د فساد پرځای د عامو خلکو ستونزو حل ته متوجه کړي. 

موږ هڅه وکړه، چې د کونړ او نورستان د ځايي خلکو د شکایتونو او نیوکو په تړاو د دغو ولایتونو د محکمو او ولایتي مسوولینو نظرونه هم ولرو، خو له پرله پسې هڅو سره سره بیا هم د هغوی پر نظر اخېستو ونه توانېدو. 

که څه هم واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې په ټول هېواد کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې خبرې او تبلیغات کړي، خو وخت ناوخت ګڼو کورنیو او نړۍ والو بنسټونو د طالبانو په ادارو کې د شته اداري فساد په تړاو اندېښنې څرګندې کړي دي. 

باور دا دی، چې د طالبانو په عدلي او قضايي ارګانونو کې د شته پراخ اداري فساد شتون د دې لامل شوی، چې د طالبانو د حکومت او ولسي خلکو ترمنځ واټن تر بل هر وخت زیات شي او تحلیل دا دی که دا چاره دا ډول دوام وکړي د دغې ډلې رژیم به د سقوط له ګواښ سره مخ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه