په لغمان او ننګرهار کې یو قومي مشر او یو عام وګړی وژل شوي

اطلاعات روز: په لغمان او ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې په دوو جلا پېښو کې یو قومي مشر او یو عام وګړی وژل شوي دي.

په لغمان کې یوې سرچینې وویل، چې د عبدالغفور په نوم یو قومي مشر پرون (جمعه، ۱۸ د لړم) ماسخوتن مهال د الیشنګ ولسوالۍ اړوند «قلعه بای» سیمه کې خپل کور ته د ستنېدو پرمهال د «ناپېژانده» وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

تراوسه د دغه قومي مشر د وژنې انګیزه او عاملین نه دي معلوم شوي.

د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو اوونيو کې دا درېيم کس دى چې په «قلعه بای» سيمه کې وژل کېږي. تر دې مخکې دغلته د طالبانو دوه سرتېري وژل شوي وو.

ورته مهال ننګرهار کې سرچينې وايي، چې د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند «عربانو ګولایي» سیمه کې د یو هټۍ وال او عام کس ترمنځ د شخړې پرمهال یو کس په ډزو وژل شوى دى.

تراوسه د شخړې لامل نه دی څرګنده شوی.

ننګرهار کې د طالبانو امنیتي چارواکو بیا خبر ورکړی، چې هغه کس چې د «عربانو په ګولایي» کې یې یو بل کس وژلی و، په تورخم دروازه کې نیولی دی. د طالبانو د امنیتي چارواکو په وینا دغه کس غوښتل پاکستان ته وتښتي.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې پټې وژنې زیاتې شوي. تېره ورځ هم په لغمان کې د یو طالب د وژل کیدو او په تخار کې د یو موټر چلوونکي د جسد موندلو خبر ورکړل شوی و.

تر ډیره د دغه وژنو پړه د «ناپېژانده» وسله والو په غاړه اچول کېږي، چې لامل یې څرګند نه وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه