په خوست کې د طالبانو امر بالمعروف یوه ښوونیزه راډیو تړلې

Photo: Social Media

اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې په خوست کې «لونګ» خصوصي راډیو له نجونو سره د ټلیفوني اړیکو او په خپلو برنامو کې د موسیقۍ د استفاده کولو له وجې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په امر تړل شوې ده.

په خوست کې یوه خبریال چې دا موضوع یې له نژدې تعقیب کړې د خبریالانو مرکز ته ویلي چې د «لونګ» راډیو دفتر د چهارشنبې په ورځ (۱۶ د لړم) د امر بالمعروف ادارې له لوري «مهرولاک» شوی دی.

په خوست کې یوې بلې سرچینې ویلي چې «لونګ» راډیو له دې امله تړل شوې چې «له دې راډیو سره یې د نجونو د اړیکو نیولو زمینه برابره کړې وه او د خپرونو په شالید کې یې موسیقي خپرېده».

د دې سرچینې په وینا، د «لونګ» راډیو په خپرونو کې د ښوونځیو د کتابونو پر تدریس او له ښوونځیو د محرومو نجونو پر زده کړو تمرکز کېده او نجونو به د خپرونې پر مهال اړیکې نیولې.

د خبریالانو د مرکز په وینا، دا په خوست کې درېیمه خصوص راډیو ده چې د وروستۍ یوې اونۍ پر مهال د طالبانو د امر بالمعروف ادارې له لوري تړل کېږي.

تر دې وړاندې د لړم پر ۱۶ «ژمن»راډیو او د لړم پر ۱۰ «غرغښت» راډیو تړل شوې وه. غرغښت راډیو تر درې ورځني بندیز وروسته هغه مهال بیرته خپل فعالیت پیل کړ چې د طالبانو امر بالمعروف ادارې ته یې لیکلې ژمنه ورکړه چې محدودیتونه به رعایتوي، خو ژمن راډیو لا هم تړلې ده.

د خبریالانو مرکز ویلي چې په خوست کې د طالبانو امر بالمعروف، اطلاعات او کلتور، امنیې قومندانۍ او استخباراتو ادارو د اعلاناتو پر مهال په خفیف شکل هم د موسیقۍ پر خپرېدو په مطلق ډول بندیز لګولی دی.

همدا راز تېر کال د راډیوګانو او ټلویزونو له خپرونو سره د نجونو پر اړیکو نیولو تېر کال بندیز لګېدلی و.

طالبانو له دې بندیزونو د سرغړونې په تړاو رسنیو ته خبرداری ورکړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالب چارواکو غوښتي چې اجازه دې ورکړي چې د خوست محلي رسنۍ له فشار او ځانسورۍ پرته د هیواد عامه رسنیو له قانون سره خپل کار ته دوام ورکړي.

په دې وروستیو کې د طالبانو د امر بالمعروف د قانون تر پلي کېدو وروسته په ځینو ولایتونو کې پر انځوریزو رسنیو هم بندیز لګېدلی دی.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت په قانون کې د ژویو د انځور خپرول ممنوع شوي دي.

په ځینو ولایتونو کې پر رسنیو له بندیز سره هممهاله د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین ضیاء الحق حقمل ويلي چې د دې ډلې مشر په رسنیو کې د عکس او ویډیو د خپرېدو په تړاو «علمي او شرعي» ملاحظې لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه