طالبانو په ننګرهار پوهنتون کې پر محصلینو خولۍ په سر کول او د ږیرې پریښودل جبري کړي

اطلاعات روز: ځایي سرچینې وایي، چې د طالبانو د امربالمعروف ادارې کارکوونکو په ننګرهار پوهنتون کې هغه محصلین له پوهنځیو او دغه راز د پوهنتون له دروازې شړلي چې خولۍ یې نه وې په سر  او ږیرې یې خریلې وې.

د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي یو محصل د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې د طالبانو امربالمعروف ادارې محتسبینو نن سهار (یکشنبه، ۱۳ د لړم) د دغه پوهنتون زیاتره هغه محصلین چې خولې یې نه وې په سر  او ږیرې یې خریلې وې له درسي ټولګیو ویستلي دي.

نوموړی زیاتوي په پوهنتون کې د خولۍ پر سر کول او د ږیرې پرېښودل جبري اعلان شوي او دغه راز له محصلینو او د پوهنتون له نورو مامورینو په ټینګار سره غوښتل شوي که له امر یې څوک سرغړونه وکړي بیا به د شکایت حق نه لري.

سرچینې وویل: «نن سهار د امربالمعروف ادارې محتسبین د پوهنتون په دروازه کې ولاړ وو او هغه محصلین یې له دروازې شړل چې خولۍ یې نه وې پر سر کړې او یا یې ږیرې خریلې وې او همدارنګه بیا وروسته د امربالمعروف ادارې کارکوونکي د پوهنتون په پوهنځیو ګرځیدل او هغه محصلین یې له درسي خونو ویستل چې خولې یې نه وې پر سر کړې.»

سرچینه وایي، چې د طالبانو دې کړنې محصلین اندېښمن کړي او ځینې یې د اعتراض په ډول له پوهنتون هم وتلي دي.

ننګرهار پوهنتون کې یوې بلې سرچینې هم د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې طالبانو پر استادانو، محصلینو او دغه راز د پوهنتون پر نورو مامورینو د خولۍ او پګړۍ پر سر کول جبري کړي دي.

سرچینه زیاتوي طالبانو له محصلینو په ټينګار سره غوښتنه کړې چې افغاني کلتور ته دې درناوی وکړي او له سرغړونکو سره به سخت چلند وشي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د امربالمعروف ادارې د ننګرهار پوهنتون ته درې ورځې وړاندې یو مکتوب استولی و، چې په کې لیکل شوي و د یاد پوهنتون استادان، محصلین او نور کارکوونکي اجازه نه لري چې خپله ږیره لنډه کړي او یا دندې ته له خولۍ او پګړۍ پرته راشي.

سرچینې وویل: «زما د معلوماتو له مخې د ننګرار امربالمعروف ادارې یو مکتوب څو ورځې وړاندې د ننګرهار پوهنتون ته استولی و او پکې مامورینو، استادانو او دغه راز له محصلینو په ټینګار سره غوښتل شوي و؛ چې ږیره پریږدي او هم دې خولۍ او پګړۍ پر سر کړي دې حالت محصلین او دغه راز استادان هم اندېښن کړي او نن هم زیاتره محصلین طالبانو له درسي ټولګیو او دروازو ویستلي دي.»

سرچینه زیاتوي د امربالمعروف ادارې یوه ډله ننګرهار پوهنتون کې ځای پر ځای شوې او هغه محصلین چې د پوهنتون په لیلیه کې اوسیږي او دغه راز پس له وخته محصلینو ته یې خبرداری ورکړی چې باید د هر وخت لپاره د جماعت لمانځه ته هم حاضر شي او هغه کسان چې جماعت ته نه راځي د سرغړونې له کبله به د امربالمعروف له سزا سره مخ شي.

بلخوا د ننګرهار پوهنتون کې هم یوې باوري سرچینې تایید کړه چې طالبانو په دغه پوهنتون کې پر استادانو، محصلینو او نورو کارکوونکو د خولۍ او پګړۍ پر سر کول او د ږیرې پرېښودل جبري کړي دي.

سرچینې دا هم ومنله چې ځینې محصلین د خولۍ نه پر سرکولو له کبله له پوهنتون شړل شوي دي.

مونږ هڅه وکړه په دې اړه ننګرهار کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې د مسوولینو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره یې د نظر په اخیستلو بریالي نشوو.

له دې څو ورځې وړاندې طالبانو په بدخشان پوهنتون کې هم د خولۍ پر سر کول او د ږیرې پرېښودل جبري کړي وو.

د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې یادې ډلې پر عامو افغانانانو او خاص ډول پر ښځو او ځوانانو خپل محدودیتونه زیات کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه