پولینډ کې د افغانستان د وضعیت ارزونه؛ «طالبانو افغانستان په رښتینې توګه په زندان بدل کړی»

Photo: sent to Etilaatroz

اطلاعات روز: یو شمیر پولینډي او افغان څیړونکو د یوې علمي ناستې پرمهال په پولنډ کې د افغانستان وضعیت څیړلی دی.

دا ناسته د یاګیلونیا پوهنتون او د پولینډ د علومو اکاډمۍ په ګډ نوښت او کوربتوب «د افغانستان د وضعیت څیړنې» تر سرلیک لاندې ترسره شوې.

د یاګیلونیا پوهنتون د ایران‌پوهنتون استاد ماتیئوش کوواګیش چې د دې ناستې له تنظیموونکو څخه و، د غونډې هدف یې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د اوسني وضعیت څیړنه او پر سیمه‌ییزو او نړیوالو هیوادونو د اغېز ارزونه بللی.

ده څرګنده کړې چې په افغانستان کې وروستي بدلونونه ارزونې ته اړتیا لري او راتلونکې کې به د افغانستان په محوریت ورته نورې ناستې ترسره شي.

د افغانستان د مسایلو څیړونکی او پخوانی دیپلمات مارچین کژيژانوفسکي په دې ناسته کې د وینا پرمهال د طالبانو پر حکومتولۍ خبرې کړي. هغه ویلي چې د طالبانو قاضي القضات عبدالحکیم حقاني کتاب یو لیکلی سند دی چې د حکومتولۍ په اړه د طالبانو نظام او لیدلوری ښيي.

هغه په دې اړه زیاته کړې: «که څه هم طالبان نه غواړي خپل نظام د ایران له اسلامي جمهوریت سره پرتله کړي، خو څیړنې ښيي چې په مختلفو اړخونو کې یې د ایران د اسلامي جمهوریت پیروي کړې ده.»

د امنیتي مسایلو څیړونکی او د امنیتي څیړنو د دکتورا سکالر بسم‌الله تابان په دې ناسته کې د افغانستان د پیچلي وضعیت او له بشري حقونو څخه د پراخې سرغړونې، تروریزم او امنیتي ګواښونو په اړه خبرې کړي. هغه ویلي چې افغانستان د تروریستي ډلو د راټولېدو مرکز او د القاعدې په څېر ډلو لپاره یو امن ځای ګرځېدلی دی.

تابان زیاته کړې چې «طالبانو افغانستان د دې هیواد د خلکو، په ځانګړي ډول ښځو لپاره، په رښتینې توګه په یو زندان بدل کړی.» هغه د پخوانیو امنیتي ځواکونو د حقونو سرغړونې ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې طالبان له پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو غچ اخیستنه د یوې ورځنۍ ستراتیژۍ په توګه عملي کوي.

تابان طالبان یوه خطرناکه ایډیولوژي او روایت وباله چې د بشر لپاره ګواښ دی او د هغه په باور، غواړي چې تروریزم نړۍ ته صادر کړي.

هغه زیاته کړې چې طالبان هڅه کوي خپل قوانین او نظام له مذهبي او قومي پلوه یو ډول کړي، ترڅو د هزاره ګانو په شان کمزوري قومي ډلې او د هندوانو او سیکهانو په شان مذهبي ډلې له ټولنې په جوړښتیزه توګه حذف کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه