طالبانو په ننګرهار کې له نیمایي زیات موټر پلورنځي تړلي دي

اطلاعات روز: ننګرهار کې یو شمیر سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د طالبانو له لوري له نیمایي زیات موټر پلورنځي تړل شوي دي.

د یو موټر پلورنځي مسوول د نوم نه ښودلو په شرط نن (چهارشنبه، ۲ د لړم) وویل، چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د طالبانو د مستوفیت کمېسیون له لوري په جلال اباد ښار کې موټر پلورنځي «مهرولاک» شوي او هیچاته اجازه نه ورکول کېږي چې خپل موټر پلورنځي پرانیزي.

نوموړی زیاتوي یاد کمېسیون د بارګینونو یا موټر پلورنځیو لپاره ځانګړې لایحه جوړه کړې، چې له مخې یې د هر موټر پلورنځي مسوول باید په تېرو درېیو کلونو کې د پلورل شوي موټر پر سر مستوفیت ته سل امریکایي ډالر ورکړي.

سرچینه زیاتوي: «د ننګرهار له نیمایي زیات موټر پلورنځي تړل شوي او دا په خپله د طالبانو له لوري مهرلاک شوي، ځکه دوی وایي په تېرو درېیو کلونو کې چې د طالبانو حکومت رامنځته شوی او په دې موده څومره موټر پلورل شوي د هر موټر پر سر باید مستوفیت ته سل ډالر د مالیې په ډول ورکړي او دغه د ځینو نورو کتابچو یادونه یې هم کړې چې پر یوه کتابچه څلور زره افغانۍ د مستوفیت له لوري اخیستل کېږي او کله چې موټر پلورل کېږي، نو یوه کاپي به مستوفیت او ترافیکو ته وړل کېږي.»

د یو بل موټر پلورنځي مسوول هم د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې طالبانو پرې د کاروبار کړۍ راتنګه کړې او دغه راز د موټر پلورنځيو د تړل کیدو له کبله زرګونه کسان بې روزګاره شوي دي.

نوموړی اندېښنه لري که د طالبانو له لوري پر موټرپلورنځيو مالیه راکمه نه شي او دغه راز د دوی لپاره په جوړه شوې طرحه کې بدلون رامنځته نه شی، نو زیاتره سوداګر به خپلې پانګې له هیواد بهر وباسي.

هغه وویل: «هره ورځ د طالبانو له لوري د کاروبار د مخنیوي پر وړاندې خنډونه جوړیږي او دا دی د بارګینونو کاروبار هم په دې وروستي بیخي خراب وو، خو طالبانو د نوې طرحې له کبله چې پر هر پلورل شوي موټر به سل ډالر اخلي یوه بله ستونزه ده؛ چې ټول سوداګر یې اندیښمن کړي مونږ مستوفیت ته هم ورغلي یو خو هیچا مو ستونزو ته پام ونه کړ او بیرته راغلو.»

نوموړي زیاتوي طالبانو د خپلو عوایدو د راټولولو په موخه په دغه ولایت کې پر هر څه مالیه لوړه کړې، چې له کبله یې زیاتره تولیدي فابریکې، سوداګریز شرکتونه او نور د کاروبار مرکزونه تړل شوي دي.

هغه زیاته کړې چې ځیني د موټر پلورنځیو مسوولان د طالبانو له لوري شکنجه شوي هم دي او دغه راز ورته ویل شوي، ترڅو چې د دوی لایحه عملي نه کړي نو تر هغې د موټرپلورنځیو د پرانېشتل حق نه لري.

مونږ هڅه وکړه په دې اړه د ننګرهار مستوفیت او نورو اړوند ادارو سره خبرې وکړو، خو پرله پسې ډول دوی زمونږ اړیکه ځواب نه کړه.

که څه هم ننګرهار کې طالب چارواکو تراوسه په دې اړه په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو له دې څو ورځې وړاندې په دغه ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې د باختر دولتي خبري اژانس د یو خبر په خپرولو سره ویلي و؛ چې په جلال اباد ښار، ښېوې او بټي کوټ ولسوالیو کې لسګونه موټر پلورنځي د مالیې د نه ورکړې له کبله تړلي دي.

موټر پلورونکي دغه راز وايي، له کله نه چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي نو له هغې راهیسې یې د دوی کارونه په  ټپه درېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې طالبانو په ننګرهار، لغمان، هرات او نورو ولایتونو کې سلګونه صرافۍ د جواز نشتون له کبله له تېرو دوو میاشتو راهیسې تړلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه