طالبان: له کابل او ولایتونو تر ۶۲ زرو زیات سوالګر راټول شوي

Photo: ToloNews

اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ دفتر وایي، چې د سوالګرو د راټولولو کمیټې په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې ۶۲ زره او ۱۹۳ سوالګر له کابل ښار او نورو نهو ولایتونو راټول کړي دي.

د دې دفتر د شمېرو له مخې چې نن (یکشنبه، ۲۹ د تلې) خپرې شوي، یوازې له کابل ښار څخه ۵۷ زره او ۸۴۱ سوالګر راټول شوي دي.

د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ دفتر ویلي، چې یادو کسانو کې ۲۷ زره او ۷۱۵ کسان مستحق سوالګر او ۳۱ زره او ۱۲۶ نور بیا مسلکي سوالګر دي.

دې دفتر د سوالګرو د جنسیت په اړه څه نه دي ویلي، خو لویه برخه هغه کسان چې سوال کوي، بې سرپرسته ښځې او ماشومان دي. همدارنګه، یوه برخه سوالګر کسان معلولین هم دي. 

طالبانو مخکې ویلي و، چې له مستحقو سوالګرو سره مالي مرسته کوي.

طالبانو په ۱۴۰۱ کال کې فقر کول منع اعلان او د سوالګرو راټولول يې پېل کړل.

د دې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده د «سوالګرو د راټولولو او د سوالګرۍ مخنیوي قانون» په نوم یو سند هم لاسلیک کړی دی.

د دې قانون پر بنسټ، هغه کسان چې «روغ او کاسب وي او د یوې ورځې خواړه ولري، له فقر کولو منع شوي دي. همدارنګه، له ماشومانو، معلولینو او معیوبینو څخه د سوالګرۍ لپاره کار اخیستل هم منع شوي دي».

د طالبانو د عدلیې وزارت په وینا، «په دې قانون کې سوالګري د یوه مسلک په توګه منع شوې ده او مرتکبینو ته د بند سزا ټاکل شوې». همدارنګه، هغو کسانو ته چې د ترحم جلبولو لپاره ماشومان، «لیوني» او «معلول» کسان فقر کولو ته لېږي او هغه کسانو ته هم چې د مرستې له ترلاسه کولو وروسته بیا هم سوال کوي، د بند سزا ټاکل شوې ده.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې فقر او بې‌کاري پراخه شوې ده. د ملګرو ملتونو د سازمان د شمېرو له مخې، ۲۳.۷ میلیونه کسان په دې هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا لري. فقر او بې‌کاري د سوالګرۍ عوامل ګڼل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه