نیمروز کې لوستي ځوانان په دولتي ادارو او موسېساتو کې د ګمارنې له پروسې شکایت کوي

photo: sent to Etilaatroz

نیمروز کې یو شمیر لوستي ځوانان شکایت کوي، چې دغلته په دولتي ادارو او موسېساتو کې د خالي بستونو د ګمارنې په پروسه کې د طالبانو لاسوهنه د دې لامل شوې، چې د وړ کسانو پرځای غیر مسلکي کسان په دندو وګمارل شي.

لوستي ځوانان زیاتوي، چې طالبانو په موسېساتو کې د نویو کسانو د ګمارل کیدو لپاره یوه کمیټه جوړه کړې، چې د ګمارنې ټوله پروسه د همدې کمیټې له لوري څارل کېږي او هغه کسان په دندو ګماري چې د یادې کمیټې په شرایطو برابر وي.

د احمدالله افغان په نوم یو نيمروزی يو نیمروزی ځوان وایي، چې څو ورځې وړاندې د یوې موسېسې خالی بست شارټ لېست شوی و، خو د طالبانو کمیټې یې د ازموینې په ورځ ګډون لغوه کړی او ورته ویل شوي چې صورت یې په «سنتو» برابر نه دی او باید د ازموینې له پروسې څخه بهر شي.

هغه وويل: «بست اکبر ويب سايټ کې اعلان ته تللی و، ما نوم ليکنه ورته وکړه ايميل راغی چې تاسو شارټ لېست شوي ياست او باید دوې ورځې وروسته د امتحان لپاره دفتر ته حاضر شي کله چې هلته ورغلم کميټه ناسته وه هغوی راته وويل چې ستا فزيکي جوړښت پر سنتو نه دی برابر، ته نه شې کولای چې امتحان ورکړې بیرته يې له دفتر څخه را بهر کړم.»

لوستي ځوانان وایي، د طالبانو کمیټه هغو کسانو ته د خالي بستونو په ازموینه کې د ګډون اجازه ورکوي چې د دوی په شرایطو برابر وي. انځور: استول شوی

په همدې مهال د نيمروز د اقتصاد په ریاست کې يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې یاد شي، وايي چې د موسېساتو خالي بستونو کې د کسانو د ګمارنې ټوله پروسه د طالبانو په لاس کې ده او هغه کسان چې د دوی پر شرايطو برابر وي ګمارل کېږي.

ياده سرچينه وايي، چې د هرې موسېسې د خالي بست لپاره يوه کميټه جوړيږي چې په ياده کميټه کې د طالبانو امرالمعروف ریاست، استخباراتو رياست، اقتصاد رياست او دغه راز د موسېسې استازي ګډون لري او د يادې کميټې هره غړی شارټ لېست شوی کس د خپل اړخه ګوري او بیا په ازموینه کې د ګډون او نه ګډون پریکړه ورباندې کېږي.

سرچینې په خپلو خبرو کې وویل: «د دولتي بستونو پرته ټول هغه بستونه چې د موسېساتو لخوا څخه خالي اعلان کېږي امتحان يې د يوې کميټې لخوا اخيستل کېږي په دغه پروسه کې د امرالمعروف، استخباراتو، اقتصاد رياست سربیره د اړوند سکټور يو استازی ګډون لري دوی ته بشپړ واک ورکول شوي وي پر هغه کس چې د دغه کسانو هوکړه وشي هغه کس په دنده ګمارل کېږي.»

نیمروز کې د طالبانو له لوري اعلان شوي خالي بستونه

دغه راز نيمروز کې یو بل لوستی ځوان روح الله محمدي وايي، چې په موسېساتو کې د خالي بستونو لپاره ازموینه اخيستل يو نمايشي پروسه ده او په وينا يې چې دغه بستونو ته د جوړې شوې کميټې له لوري له وړاندې کس په نښه شوی وي او هغه کس ګمارل کېږي چې په حکومت (طالبانو) کې اړیکې ولري.

نوموړی زیاتوي، ټول هغه کسان چې خالي بست ته شارټ لېست شوي که صورت یې په «سنتو» برابر نه وي نه شي کولای ازموینه کې ګډون وکړي.

د روح الله په وینا: «دغه چې بستونه اعلان ته سپارل کېږي بیا ځوانان ورته نوم ليکنه کوي دا ټوله د پخوا په څير يوه نمايشي پروسه ده  ټولو اعلان شویو بستونو ته مخکې لا کسان په نښه شوي وي هغه کسان چې د کميټې لخوا تاييد شوي وي هغه راځي که يو څوک هرڅومره ښه تعليم ولري مسلکي کس وي، خو چې د دغې کميټې خوښ نه وي نه شي کولای چې امتحان ورکړي.»

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه نیمروز کې د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو د پرله پسې هڅو سره سره د هغوی د نظر په اخیستو بریالي نه شوو.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته زرګونه لوستي ځوانان له دندو شړل شوي او یو شمیر هغه یې چې هڅه کوي په موسېساتو کې کار وکړي، هلته هم د پورته برخلیک سره مخ کېږي او نه شي کولای د خپل ځان لپاره مسلکي کار پیدا کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه