ننګرهار کې یوې ښځې خپل خاوند وژلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یوې ښځې خپل ۱۸ کلن خاوند له پخواني ملګري سره په همغږۍ وژلی دی.

د سیمې اوسیدونکی سیداغا وایي، چې دغه پېښه تېره شپه (جمعه، ۲۷ د تلې) د جلال اباد ښار اوومې ناحیې د درونټې سیمې اړوند «نظرآباد» کلي په اهنګرانو سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړه، چې وژل شوی ځوان پوپل نومیده چې دوه اوونۍ یې وړاندې واده کړی و، خو تیره شپه د خپلې میرمنې او د هغې د پخواني ملګري له لوري په مشترک ډول په خپله کوټه په ډیره بې رحمۍ د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی.

یوې بلې سرچینې بیا د یادې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی یاد کړی او زیاته کړې یې ده، چې دا نجلۍ د خپلې خوښې او رضایت پرته دغه هلک ته په نکاح شوې وه او له همدې کبله یې خپل خاوند وژلی دی.

په همدې حال کې د ننګرهار سیمه ییز چارواکي هم مني چې په دغه ولایت کې یو خاوند د خپلې میرمنې له لوري وژل شوی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي وایي، چې امنیتي ځواکونو د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې یوه ښځه او سړی د یو ځوان د وژلو په تور نیولي دي.

هغه زیاتوي چې نیول شوې ښځه د وژل شوي ځوان «پوپل» میرمن ده چې له دې وړاندې یې له یو بل هلک سره ملګرتیا لرله.

د نوموړي په خبره نیول شوې ښځه او سړی اوسمهال په امنیه قومندانۍ کې تر څیړنو لاندې دي چې په خپل جرم یې اعتراف کړی دی او وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

له دې یو کال وړاندې د جلال اباد ښار اتمې ناحېې په «دامان» سیمه کې هم یوې ښځې خپل خاوند د تبر په ګوزارونو وژلی و.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورني تاوتریخوالي له امله دا ډول پېښې په بېسارې توګه ډېرې شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه