د نړیوال څو اړخیز فقر شاخص؛ په افغانستان کې شاوخوا ۶۰ سلنه بې‌وزلي ماشومان دي

د نړیوال څو اړخیز فقر د شاخص (ام‌پي‌آی) له راپور سره سم په افغانستان کې ۵۸.۹ سلنه بې‌وزلي ماشومان جوړوي.

په دې ۳۷ مخیز راپور کې چې نن (پنجشنبه، ۲۶ د تلې) خپور شوی، راغلي چې د بې‌وزلو ماشومانو شمېر تر لویانو شاوخوا پنځه میلیونه ډېر دی.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې، ۱۵.۵ میلیونه ماشومان او ۱۰.۸ میلیونه لویان په افغانستان کې په څو اړخیز فقر کې ژوند کوي.

د نړیوال څو اړخیز فقر شاخص راپور د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (یو‌این‌ډي‌پي) او د اکسفورډ د بشري پرمختیا او فقر د نوښت (اوپي‌ایچ‌آی) له خوا په ګډه چمتو شوی دی.

دا راپور د ۱۱۲ هېوادونو او ۶.۳ میلیارده وګړو د څو اړخیز فقر په اړه احصایوي څېړنې او د جګړې او فقر تر منځ د اړیکې دقیق تحلیل کوي.

د څېړنو پایلې ښيي چې له ۶.۳ میلیارده نفوس څخه ۱.۱ میلیارد خلک په ژور څو اړخیز فقر کې ژوند کوي چې له دې څخه تر نیمایي ډېر (۵۸۴ میلیونه تنه) تر ۱۸ کلنۍ لاندې ماشومان دي.

د کافي کورونو، روغتیایي خدمتونو، بریښنا، سونتوکو، تغذیې او زده‌کړو نشتوالي د بې‌وزلو تر ټولو لویې ستونزې یادې شوي دي.

د څو اړخیز فقر د شاخص د راپور له مخې، په نړۍ کې له ۱.۱ میلیارده بې‌وزلو خلکو څخه ۸۴.۲ سلنه خلک په سویلي افریقا او جنوبي اسیا کې ژوند کوي. له دې ډلې څخه ۵۵۳ میلیونه تنه په سویلي افریقا کې او ۴۰۲ میلیونه تنه نور په جنوبي اسیا کې دي.

د دې راپور په یوه برخه کې د افغانستان د فقر وضعیت ته اشاره شوې او راغلي چې دغه هېواد د اوږدمهاله جګړو او بې‌ثباتۍ حالت تجربه کړی چې دا یې د نړۍ له بې‌وزله هېوادونو څخه یو ګرځولی او خلک یې په څو لسیزو کې له شدیدو ستونزو سره مخ دي.

د راپور له مخې، له ۲۰۱۵/۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۲/۲۰۲۳ پورې په افغانستان کې فقر له ۵.۲ سلنې ډېر شوی او ۵.۳ میلیونه نور خلک په څو اړخیز فقر کې اضافه شوي دي.

د څو اړخیز فقر د شاخص په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۲/۲۰۲۳ کلونو کې دوه پر درېیمه برخه افغانان بې‌وزله وو (۶۴.۹ سلنه) او تقریباً له هرو پنځو بې‌وزلو څخه درې تنه ماشومان وو.

په افغانستان کې د ماشومانو ۷۰ سلنه فقر

د څو اړخیز فقر د شاخص په راپور کې راغلي چې له ۱.۱ میلیارده خلکو څخه چې په فقر کې ژوند کوي، تر نیمایي ډېر یې (۵۸۴ میلیونه تنه) تر ۱۸ کلنۍ لاندې ماشومان دي.

د دې راپور له مخې، د بې‌وزله ماشومانو تر نیمایي ډېره برخه په سویلي افریقا کې ژوند کوي چې شمېر یې ۳۱۷ میلیونه تنه دی. وروسته له دې، جنوبي اسیا ۱۸۴ میلیونه بې‌وزله ماشومان لري.

د نړیوال څو اړخیز فقر د شاخص په راپور کې راغلي چې په جنوبي اسیا کې د عمر له مخې د ډلو ترمنځ نابرابري په افغانستان کې د پام وړ ده.

د راپور له مخې، په افغانستان کې ۷۰ سلنه ماشومان چې تر ۱۸ کلنۍ لاندې عمر لري بې‌وزله دي، په داسې حال کې چې دا شمېر په لویانو کې ۵۷.۸ سلنه دی.

د نړیوال څو اړخیز فقر د شاخص په راپور کې راغلي، په داسې حال کې چې د نړۍ نیمایي بې‌وزلي ماشومان دي، دا نسبت په افغانستان کې حتی لوړ دی او ۵۸.۹ سلنې ته رسېږي.

په دې راپور کې راغلي: «د خامو شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا پنځه میلیونه ماشومان د لویانو په پرتله زیات بې‌وزله دي (۱۵.۵ میلیونه بې‌وزله ماشومان او ۱۰.۸ میلیونه بې‌وزله لویان).»

په افغانستان کې د فقر په شاخصونو کې له مکتب او تغذیې څخه محرومیت تر ټولو لویه ونډه لري.

د افغانستان نفوس په وروستیو کلونو کې ۳۵ میلیونه اټکل شوی.

د احصایې او معلوماتو ادارې د شمېرو له مخې، ۴۷.۵ سلنه د افغانستان نفوس تر ۱۵ کلنۍ لاندې خلک دي. د دې فیصدۍ د محاسبې پر بنسټ،رد افغانستان له نفوس څخه ۱۶ میلیونه او ۶۲۵ زره تنه تر ۱۵ کلنۍ لاندې دي.

خو د نړیوال څو اړخیز فقر د شاخص په راپور کې، د افغانستان د ماشومانو د فقر فیصدۍ (۷۰ سلنه) ته په پام، د دې راپور جوړوونکو په هېواد کې تر ۱۸ کلنۍ لاندې نفوس شاوخوا ۲۲ میلیونه تنه ګڼلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه