ایرانی چارواکی ایراني وګړو ته: د ناقانونه کډوالو د ځای-ځایګي په اړه پولیسو ته معلومات ورکړئ

Photo: ISNA

اطاعات روز: د ایران د پولیسو قومندان قاسم رضایي د دې هیواد له وګړو غوښتي چې د «غیر قانوني اتباعو د راټولېدو او ځای-ځایګي په اړه دې د پولیسو ۱۱۰ شمیرې ته راپور ورکړي».

نوموړي له ایسنا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي: «په هر هیواد کې د بهرنیو وګړو غیر قانوني اوسېدنه جرم دی او دا مسئله زموږ په هیواد کې هم همداسې ده، یعنې هر بهرنی کس چې په غیر قانوني توګه ایران ته ننوځي، غیرمجاز اشخاص ګڼل کېږي او دا جرم دی.»

ایران د افغانستان وګړو ته «اتباع» وایي، او کوم کسان چې په قاچاقي توګه ایران ته ننوتلي وي، هغو ته «غیرمجاز اتباع» لفظ کاروي.

د ایران د پولیسو قومندان ویلي، چې کوم کسان په قانوني توګه دې هیواد ته راغلي وي «زموږ مېلمانه دي او دا مسئله هیڅ ستونزه نه لري، خو یو شمېر بهرني وګړي په غیر قانوني توګه هیواد ته راځي او دلته ژوند او کار کوي او دا ټول اقدامات یې جرم ګڼل کېږي».

رضایي ويلي: «د هیواد د نویو سیاستونو له کبله، غیرمجاز اشخاص باید خپلو هیوادونو ته وشړل شي او پولیسو یې هم د ستنولو زمینه برابره کړې ده. له دې قانون سره سم، که دا کسان هر ځای ولیدل شي پولیس مکلف دي چې معلوم او راټول یې کړي او پولې ته یې ولېږي.»

هغه همدا راز ټینګار کړی چې د غیر مجازو بهرنیو وګړو پر کار ګمارل هم جرم دی او له هغو کسانو سره به قضایي چلند کېږي چې دې خلکو ته کار ورکوي. همدا راز د نوموړي په وینا، د دې کسانو لپاره د بانکي کاټ، مېشت ځای او موټر اخیستل او اجاره کول هم غیر قانوني دي.

ایران د افغان وګړو د ستنولو بهیر تشدید کړی دی. د دې هیواد چارواکي وایي، چې د کال تر پایه دوه میلیونه افغان کډوال باسي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په ایران کې د افغان کډوالو حضور زیات شوی دی. همدا راز د یو شمېر ایراني رسنیو او ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له لوري د مهاجرینو په تړاو له نفرته ډک مواد خپرول او د مهاجرستیزۍ کچه هم لوړه شوې.

همدا راز راپورونه ورکول کېږي چې په دې وروستیو ورځو کې د ایران پر پوله په سراوان سیمه کې پر افغان کډوالو ډزې شوي او له امله یې پراخ غبرګونونه راپارېدلي دي.

د دې ډزو او له کبله یې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نشته.

خو، ایراني چارواکي وایي چې په سراوان سرحدي سیمه کې د «لسګونو تنو» د مړینې په اړه راپورونه ناسم دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه