شهباز شریف: نړۍ دې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره له طالبانو سره مرسته وکړي

اطلاعات روز: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري بحران او اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره له طالبانو سره اړینې مرستې وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر نن (چهارشنبه، ۲۵ د تلې) د شانګهای د همکارۍ سازمان په ناسته کې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي په موخه له طالبانو سره د مرستې غوښتنه کړې.

هغه زیاته کړې چې نړۍ باید په عین مهال کې له طالبانو وغواړي چې د سیاسي ټولشمولتوب د پیاوړتیا لپاره پام وړ اقدامات ترسره کړي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان له خاورې څخه هیڅ ډله د خپلو ګاونډیانو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو لپاره استفاده نه کوي.

د پاکستان لومړي وزیر پرون هم د چین له لومړي وزیر سره په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي و چې ټولې ترهګریزې ډلې چې په افغانستان کې میشتې دي، له منځه یوسي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو هیوادونو پر وړاندې نه کارول کېږي.

طالبان د افغانستان له خاورې څخه د نورو هیوادونو پر وړاندې د ګټې اخیستنې ادعاوې ردوي او پاکستاني چارواکي په خپل هیواد کې د امنیت په ساتلو کې په ناتوانۍ تورنوي.

د پاکستان لومړي وزیر همدا راز په خپله نننۍ وینا کې په افغانستان کې اقتصادي او ټولنیز ثبات د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هیوادونو په ګټه بللی دی.

هغه زیاته کړې چې په دې هیواد کې ثبات کولای شي د شانګهای همکارۍ سازمان د ټولو غړو هیوادونو لپاره ګټورې تجارتي او ترانزیټي لارې برابرې کړي او سیمه‌ییز اتصال ته وده ورکړي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هیوادونو د سرمشرانو ۲۳مه غونډه نن په اسلام‌اباد کې د طالبانو له شتون پرته پیل شوه.

پاکستان چې دامهال د دې سازمان مشري په غاړه لري، طالبانو ته د دې ناستې د ګډون بلنه نه ده ورکړې.

افغانستان له ۲۰۰۵ کال راهیسې د شانګهای همکارۍ سازمان په ناستو کې څارونکی غړی و، خو له کومه وخته چې طالبانو د دې هیواد واک ترلاسه کړی په دې سازمان کې د افغانستان څارونکی غړیتوب غیر فعال شوی او طالبانو ته د دې ناستې د ګډون بلنه نه ورکول کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه