اوچا: د سږ کال د لومړیو شپږو میاشتو پر مهال مو په افغانستان کې له ۱۳.۴ میلیون وګړو سره مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د روان میلادي کال پر مهال يې د اوو میاشتو په اوږدو کې ۱۳.۴ میلیونه افغانانو ته مرسته رسولې ده.

دې دفتر نن (سې‌شنبه، ۲۴ د تلې) په یوه راپور کې ویلي چې یاد شمېر کسانو ته لږ تر لږه یو ډول بشردوستانه مرسته رسول شوې ده.

اوچا زیاتوي چې له ۹.۳ میلیونه کسانو سره يې د خوراکي توکو مرسته کړې او په دې سره د خوراکي مرستو اهمیت څرګندېږي ځکه چې په افغانستان کې میلیونونه کسان ورته لاسرسی نه لري.

دې دفتر ټینګار کړی چې د افغانستان اړمن خلک د کال په اوږدو کې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره متنوعو او بیا-بیا مرستو ته اړتیا لري.

د دې دفتر په راپور کې ویل شوي چې ۲.۲ میلیونه کسانو په دې موده کې لږ تر لږه درې ځله سکتوري ملاتړ ترلاسه کړی دی.

اوچا ویلي چې دا مرستې د ۷۳۹ میلیونه ډالرو بودیجې په چوکاټ کې چې تر ۲۸ جولای پورې تر لاسه شوي وو او د تیر کال له بودیجې څخه د ۴۱۲.۵ میلیونه ډالرو د انتقال په وسیله چمتو شوې وې.

دا دفتر زیاتوي چې د جولای تر میاشتې پورې، له ۳.۰۶ میلیارده ډالرو غوښتل شوې بودیجې څخه لا هم ۲.۳ میلیارده نه وو برابر شوي.

اوچا ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې لږ تر لږه ۱۲ میلیونه کسانو ته یو ډول مرسته وېشلې ده.

د اوچا د راپور پر اساس، بودجه په داسې حال کې کمه ده چې ناڅاپي کړکېچونو د افغانستان د وګړو اسیب پذیري زیاته کړې ده.

اوچا ویلي چې مرستندویه ادارې خپلو مرستو ته په افغانستان کې دوام ورکوي او پر واحد ملاتړ او د څو اړخیزو اړتیاوو پر ماهیت به تمرکز کوي.

خو دې دفتر ویلي چې د دوی د فعالیت وړتیا په انعطاف منونکې بودیجې، فعالو مالي سیستمونو، د مرستندویانو د امنیت په تضمین، په اصولي بشرپالي غبرګون او دې اطمنان پورې مشروطه ده چې ښځې وکولای شي مرستو ته لاسرسی ولري او ښځینه مرستندویانې په خوندي او معنا لرونکې توګه په مرستو کې ګډون وکړي.

اوچا مخکې ویلي و چې سږ کال ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشردوستانه مرستو اړتیا لري. دې دفتر ویلي و چې د ۱۷ میلیونه کسانو لپاره مرستې په لومړیتوب کې دي او د هغوی لپاره یې ۳.۰۶ میلیارده ډالره بودیجه غوښتې وه.

خو د بودیجې د کموالي له امله مرستندویه ادارو اړمنو کسانو ته د خپلو مرستو کچه راټیټه کړې او میلیونونه کسان یې د مرستو له لست څخه ایستلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه