په خیبر کې د پښتنو د «قومي عدالت» جرګه نن پیلېږي

انځور: ټولنیزې رسنۍ

اطلاعات روز: د خیبرپښتونخوا په خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د پښتنو د «قومي عدالت» رابلل شوې جرګه نن (جمعه، د اکتوبر ۱۱) د جمعې تر لمانځه وروسته پیلېږي او ټاکل شوې ده چې د درو ورځو لپاره به دوام وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پر خپله فیسبوکپاڼه کښلي چې د جرګې لپاره د چمتووالي په خاطر ټاکل شوې چې جرګه د جمعې تر لمانځه وروسته پیل شي.

تر دې وړاندې په خیبرپښتونخوا کې د پاکستاني ایالتي حکومت ویلي و چې په خیبر کې د پښتنو جرګې ته اجازه نه ورکوي او په عین مهال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان د مرکزي حکومت له لوري غیر قانوني غورځنګ اعلان شوی و او د هغه پر هر ډول ټولنیز فعالیت یې بندیز لګولی.

پر ټولنیزو رسنیو له خپرو شویو ویډیوګانو او خپرو شویو راپورونو سره سم، تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ او د خیبرپښتونخوا ایالت د اعلی وزیر علی امین ګنډاپور تر منځ پېښور ته څېرمه په جمرود کې مذاکرات هم شوي دي چې ډېر جزییات یې نه دې رسنیز شوي خو د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ پر خپل ایکس‌پاڼه لیکلي و چې د مذاکراتو په ترڅ کې د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت د جرګې جوړېدو ته اجازه ورکړې ده.

تر دې وړاندې د جرګې پاکستاني امنیتي ځواکونو د جرګې په ډګر او ګڼو نورو سیمو کې د جرګې پر منتظمینو او لاریونوالو ډزې کړې وې چې له امله یې څلور تنه ووژل شول او شاوخوا ۱۲ تنه نور ژوبل شول.

د پاکستان د حکومت له لوري په ګڼو سیمو کې لارې بندې شوې دي، مګر پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې په ډلو-ډلو خلګ په جرګه کې د ګډون لپاره پیاده را روان دي.

ټاکل شوې ده چې دا جرګه به درې ورځې دوام ولري او شاوخوا ۳۰زره کسان ورته رابلل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مسوولینو په وینا، په دې جرګه کې د ښځو په شمول د پښتنو د هرې طبقې خلګو ته بلنه ورکړل شوې او ګډون به پکې کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ویلي چې تر جرګې وړاندې یې ټولو پښتني سیمو ته شاوخوا ۶۰۰ ټیمونه لېږلي وو، تر څو هلته د جګړو په ترڅ کې د پېښو شویو ورانیو، وژنو او ورکو شویو انسانانو ارقام راټول کړي. د نوموړي په وینا، دا او ورته نور مسایل به د جرګوالو په وړاندې ږدي او هغوی به پرېکړه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه