«د پښتنو قومي جرګه»؛ د پاکستان د امنیتي ځواکونو په ډزو کې څلور تنه وژل شوي

انځور: ټولنیزې رسنۍ

اطلاعات روز: په پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مسوولین وايي چې د خیبرپښتونخوا ایالت په خیبر کې د پښتنو د قومي جرګې په میدان او همدا راز سویلي وزیرستان کې د پاکستاني پولیسو په ډزو کې څلور تنه لاریونوال وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین نن (چهارشنبه، ۱۸ د تلې) پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د پاکستان د خیبرپښتونخوا پولیسو د جرګې پر میدان یرغل ور وړی او پر ملکي وګړو په ډزو کې یې درې تنه وژلي او په لسګونو نور یې ژوبل کړي دي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې چې په سویلي وزیرستان کې هم پر هغو وګړو پاکستاني امنیتي ځواکونو ډزې کړې چې خیبر جرګې ته پر لاره وو. د پښتین په وینا، په سویلي وزیرستان کې هم یو تن وژل شوی او څو تنه ژوبل دي. د نوموړي په وینا، په بنو کې هم پر لاریونوالو ډزې شوې دي.

پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو کې ښکاري چې پاکستاني امنيتي ځواکونو په خیبر کې د جرګې میدان محاصره کړی او هلته پر راټولو کسانو ډزې کوي او اوښکې بهوونکی ګاز کاروي.

د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې له راپور سره سم، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم نن په یوه خبري کانفرانس کې پر پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي ایم نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې د پاکستان حکومت له هر چا سره «په سمه توګه» پر حقونو خبرو کولو ته چمتو دی.

بل لور ته د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز ولګاوه او دا یې یوه غیر قانوني ډله اعلان کړه او د دې غورځنګ پر غونډو یې بندیز لګولی او حکومتي مامورینو ته یې ويلي چې د دې غورځنګ په غونډو کې د ګډون حق نه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دا بندیز له «پښتنو سره دښمني» بللې او ویلي یې دي چې په دې سره هر ډول حدود مات شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د روانې میاشتې اکتوبر پر یوولسمه نېټه په خیبر کې د پښتنو یوه لویه جرګه وشي او په دې کې به په پاکستان کې د پښتنو پر ستونزو او په ځانګړې توګه په ترهګرۍ کې د پښتنو پر قربانیو خبرې کېږي او ځيني ځانګړې پرېکړي کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه