د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت طالبانو ته: یو ډیموکراټیک هیواد ته د ویناوو پرځای خپلو کورنیو ستونزو ته پام وکړئ

Photo: Radio Pakistan

اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند وروستيو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د دې ډلې حکومت «د دې پر ځای چې یو ډیموکراتیک هیواد ته خبرې وکړي، پر خپلو کورنیو ستونزو دې تمرکز وکړي.»

هغې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې بې اساسه بللي او رد کړې یې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون (یکشنبه، ۱۵ د تلې) مازدیګر په یوې بیانیه کې د پاکستان د حکومت او د هغه د سیاسي مخالفینو ترمنځ د ترینګلتیاوو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي: «د ولس د مشروع غوښتنو پر وړاندې ترټولو ښه لار مذاکره او تفاهم دی».

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د طالبانو دا بیان د پاکستان په کورنیو چارو کې «د نه منلو وړ او له تأسفه ډکه لاسوهنه» بللې.

ممتاز زهرا بلوچ نن (دوشنبه، ۱۶ د تلې) په یو بیان کې ویلي: «د افغانستان موقت حکومت باید یو ډیموکراتیک هیواد ته د ویناوو پرځای خپلو کورنیو ستونزو ته پام وکړي.»

دې زیاته کړې چې طالبان دې ټولشمول‌توب ته لومړیتوب ورکړي او د ښځو او نجونو د زده کړې د حق په ګډون دې د افغانستان د خلکو اړتیاوې او غوښتنې پوره کړي، نه دا چې له دین څخه په ناسم تفسیر د هغوی حقونه وتروړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ويلي، چې طالبان باید ترهګرو ډلو ته اجازه ورنه کړي چې په ګاونډیو هیوادونو کې سوله او امنیت وګواښي او له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي او افغانستان باید بیا د نړیوال ترهګرۍ په مرکز بدل نه شي.

هغې دا هم ویلي، چې پاکستان په سیمه کې سولې، خبرو او همکارۍ ته ژمن دی او د افغانستان په ګډون له ټولو هیوادونو د مسئولانه نړیوال چلند او د دولتونو ترمنځ د اړیکو اساسي اصولو ته د پابندۍ تمه لري.

د وروستیو ورځو پرمهال د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان چې اوس په زندان کې دی پلویانو په اسلام‌اباد او راولپنډۍ ښارونو کې پراخې مظاهرې کړې دي.

دا مظاهرې د عمران خان په غوښتنه ترسره شوي او اعتراض کوونکي له زندان څخه د هغه د خوشي کېدو غوښتنه کوي.

د پاکستان حکومت تر اوسه پورې لسګونه معترضان نیولي دي او د هغه هیواد د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغو اعتراضونو کې ۱۲۰ افغانان هم شامل دي.

بل لور ته پرون د پاکستان حکومت د «پښتون ژغورنې غورځنګ» د دې هیواد د «ملي امنیت او سولې لپاره ګواښ» ګڼلی او فعالیت یې ورته بند کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه