د «مسکو فارمټ» شپږمه غونډه؛  طالبان باید د ترهګرو ډلو پر وړاندې له تبعیض پرته عمل وکړي

اطلاعات روز: د «مسکو فارمټ» د شپږمې غونډې ګډونوالو په یوې اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه لپاره مساوي او له تبعیض پرته خپل اقدامات ترسره کړي.

په دې اعلامیه کې چې پرون (جمعه، ۱۳ د تلې) د «مسکو فارمټ» د شپږمې غونډې له پای ته رسېدو وروسته خپره شوې، پکې ویل شوي چې په افغانستان کې مېشتې ترهګرې او بېلتونپالې ډلې لاهم د نړۍ او سیمې امنیت ته جدي ګواښ دي.

د دغې غونډې ګډونوالو له طالبانو غوښتي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ښکاره او د تایید وړ ګامونه پورته کړي او د افغانستان له خاورې د ګاونډیو، سیمې او د سیمې ور هاخوا هېوادونو پر ضد یې د کارونې مخنیوی وکړي.

دوی دغه راز د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

دوی د «مسکو فارمټ» د شپږمې غونډې په وروستۍ اعلامیه کې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د درېیمو هیوادونو له لوري د پوځي بنسټونو د جوړولو د هڅو په اړه اندېښنه څرګنده شوې او دا یې د سیمې او نړي د سولې او ثبات په ګټه نه دي بللي؛ خو په اعلامیه کې دا نه دي څرګند شوې چې کوم هېواد په افغانستان کې او یا د دې هیواد په ګاونډ کې د پوځي بنسټونو  د جوړولو هڅه کوي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې دوی له طالبانو تمه لري چې یو متوسط، محتاط او ټول شموله حکومت جوړ کړي، چې د ښځو، نجونو او ټولو توکمونو په ګډون د ټولو افغانانو د اساسي حقونو او ګټو ساتنه وکړي   او د افغانستان د خلکو د ګټو د خوندي کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دوی ویلي، چې دوی په سیمه ییزو بهیرونو کې د طالبانو د ادغام ملاتړ کوي، په افغانستان کې د اقتصادي پروژو پلي کولو ته لېواله دي او له دغه هېواد سره بشري مرستو ته دوام ورکوي.

د «مسکو فارمټ» شپږمه غونډه د روسیې، ایران، پاکستان، چین، هند، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان او طالبانو د استازو په حضور کې د روسیې په پلازمېنه کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د هغه څه خلاف چې وروستۍ اعلامیه کې مطرح شوي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړ او ویې ویل چې داعش د افغانستان له پولو بهر د روزنې مرکزونه جوړ کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه راز ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د داعش تر نامه لاندې بریدونه د بهرنیو اتباعو له خوا شوي دي.

هغه د تحریک طالبان پاکستان، القاعده، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په ګډون د نورو ترهګرو ډلو نومونه یاد نه کړل.

په دې غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له طالبانو سره پر اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل چې سیمه ییز میکانیزم د افغانستان د ګڼو ستونزو لپاره غوره پایلې لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه