اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، ددې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د ملکي وګړو پر یو «ویکسار» ډوله موټر ماین چاودنې دوه سپاره ټپيان کړي دي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي اطلاعات روز ته وویل، دغه چاودنه نن سهار (پنج شنبه، ۲۱ د کب) د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند بهسودو شاه برهان اغا مقبرې ته څېرمه پر موټر پسې نښلول شوي ماین له امله رامنځته شوې.
د ښاغلي خوږیاڼي په وینا، په دې چاودنه کې دواړه ټپيان ملکي وګړي دي، خو په وینا یې چې د دواړو حالت د ډاډ وړ دی.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د هېواد ځینو نورو ولایتونو په څېر ننګرهار کې هم ملکي وګړي ډېر په نښه کیږي.
