د بښنې نړیوال سازمان: نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض ختمولو لپاره ټولې لارې-چارې وکاروي

اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان د هغو هیوادونو اقدام ستایلی چې غواړي طالبان د ښځو او نجونو په وړاندې د هغوی د تبعیضي تګلارو له وجې وپوښتي او ویلي یې دې چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بشري حقونو د دوامدار نقض د پای ته رسولو لپاره د عدالت د نړیوالې محکمې د قضايي بهیر په شمول ټولې لارې-چارې تعقیب کړي.

د بښنې د نړیوال سازمان عمومي مشر ایګنس کالامار ويلي چې طالبانو د افغان ښځو او نجونو ژوند د نه زغملو کړی او هغوی یې د ژوند له ټولو برخو حذف کړې او په سیسټماټیکه توګه یې د هغوی حقونه سلب کړي دي.

ده له نړیوالو قوانینو سره سم د طالبانو د پوښتلو لپاره د دولتونو د اقدام هرکلی کړی دی او ویلي يې دې چې دا د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنیوي د کنوانسیون په تړاو د عدالت د تأمنیدو په برخه کې یو مهم ګام دی.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د هیوادونو وروستی اقدام باید په افغانستان کې پخوانیو او د روانې شخړې په اوږدو کې ټولو جنایتونو ته په رسيدګۍ سره بشپړ شي.

د دې سازمان عمومي مشر زیاته کړې: «نړۍ باید د افغانستان له زړورو ښځو او نجونو سره په همغږیتوب د هغوی له حقونو دفاع وکړي او د طالبانو رژیم وپوښتي.»

څلورو هیوادونو کاناډا، جرمني، اسټرالیا او هالنډ د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره خبرداری ورکړی دی چې که طالبان جنسیتي تبعیض ختم نه کړي، نو پر خلاف به یې د عدالت په نړیواله محکمه کې شکایت وکړي چې د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون یې نقض کړی دی.

تر دې وړاندې ۲۰ نورو هیوادونو هم د دې اعلامیې ملاتړ کړی و.

په دې هیوادونو کې البانیا، اندورا، بلجیک، شیلي، کرواسي، فینلینډ، هندوراس، ایرلینډ، ایسلینډ، جنوبي کوریا، لیتوانیا، لیختن شتاین، لوکزامبورګ، مالاوي، مراکش، مولداوي، مونته نګرو، روماني، اسلووني، هسپانیا او سویډن شامل دي.  

که څه هم افغانستان د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنيوي کنوانسیون منلی دی، خو د طالبانو حکومت چې تر اوسه د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه دی پېژندل شوی، دې کنوانسیون ته ژمن نه دی.

د جرمني، هالنډ، اسټرالیا او د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې که حتا طالبان د عدالت د نړیوالې محکمې صلاحیت په رسمیت هم ونه پېژني، خو د دې محکمې پرېکړه پر هغو هیوادونو اغیزې لري چې غواړي له طالبانو سره سياسي اړیکې عادي کړي.

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته د ښځو او نجونو پر خلاف سخت بندیزونه لګولي دي. اوس مهال د افغانستان ښځې له کار، زده کړو او ازاد تګ-راتګ څخه بې برخې دي.

په عین مهال کې طالبان وایي چې دا ډله د بشري حقونو په نقض او جنسیتي تبعیض تورنول «پر ځای نه دي» او د یو شمېر ښځو له لوري ناسم «پروپاګنډ» دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه