د امریکا د استازو جرګې بایډن او ۱۴ نور لوړپوړي چارواکي له افغانستانه د «مرګونې وتنې» مسوول وبلل

اطلاعات روز: د امریکا د استازو جرګې د یوې لایحې په تصویبولو سره جوبایډن او د امریکا د اوسني او پخواني حکومت لوړپوړي چارواکي له افغانستانه د «مرګونې وتنې له امله» محکوم کړي دي.

دا لایحه چې په ۲۱۹ موافقو او ۱۹۴ مخالفو رایو تصویب شوه، د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې د رییس مایکل مک کال له لوري وړاندې شوې وه.

د فاکس نیوز له راپور سره سم، له جمهوریت غوښتونکو سره یو ځای ۱۰ ډیموکراټانو هم له افغانستانه د وتلو د څرنګوالي په تړاو د بایډن د حکومت د چارواکو د ترټنې لپاره د مک‌کال لایحې ته رایه ورکړه.

مک کال فاکس نیوز ته ويلي: «له افغانستانه تر مرګوني او بې نظمه وتنې درې کاله وروسته هم د بایډن او هریس حکومت هیڅوک هم د امریکا په تاریخ کې د د بهرني سیاست د تر ټولو ویجاړوونکو اشتباهاتو مسوولین نه دي بللي.»

ده د امریکا د استازو مجلس په غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال ویلي، چې درې کاله وړاندې نړۍ د امریکا په تاریخ د بهرني سیاست د تر ټولو بدې ورانۍ شاهده وه.

مک کال ویلي، چې د بایډن او هریس حکومت امریکایي ځواکونه له کومې برنامې، پاملرنې او ملاتړ پرته له افغانستانه وایستل.

د ده په وینا، اخر هم دا بې پلاني د ۱۳ امریکایي ځواکونو او د ۱۷۰ ملکي افغانانو د وژنې لامل شوه.

مک کال ويلي: «په همدې میاشت کې د ملي امنیت د شورا له ویاند جان کربي څخه پوښتنه وشوه چې ایا له افغانستانه د مرګونې وتنې او د حکومت د ړنګېدو کوم ځواب ویونکی هم شته او کنه. هغه وویل چې موږ ټولو خپل ځانونه مسوول بللي دي.»

ده ټینګار کړی چې د بایډن حکومت «مرګونی پرشاتګ» خپله بریا بولي او تر اوسه یې هم په دې فاجعه کې د رول لرلو له امله مسوول نه دی بللی.

مک کال لایحې ته په اشاره ويلي: «پر همدې اساس نن موږ د هغو رهبرانو د پوښتلو لپاره لومړی قدم اخلو چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې پاتې راغلي او د دې فاجعې مسوول دي.»

په دې لایحه کې د بایډن او د ده د مرستیالې کامالا هریس په ګډون د اوسني او پخواني حکومت ۱۵ چارواکي یاد شوي دي.

د دفاع وزیر لویید اسټین، د سپینې ماڼۍ پخوانی ویاند جن پساکي، په افغانستان کې پخوانی سفیر راس ویلسون، د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن او د امریکا پخوانی مرکچي زلمی خلیلزاد د ۱۵ کسیز نوملړ برخه دي.

د فاکس نیوز له راپور سره سم، اصلي مخالف د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې لوړپوړی ډیموکراټ ګرګوري میکس و.

میکس دا پرېکړه‌لیک د یوه سياسي تیاتر او امتیاز ګټلو برخه بللې او ویلي یې دي چې دا د حقایقو تحریف او د خلکو، سرتېرو او د امریکایي ډیپلوماټانو سپکاوی دی. ده ويلي: «له هغوی او د هغو له قربانیو باید د یوه سیاسي فوټبال په توګه استفاده ونه شي.»

دې استازي ويلي: «موږ باید پر واقعي حل لارو فکر وکړو. د خپلو افغان متحدینو ملاتړ وکړو. ډاډ تر لاسه کړو چې سم درسونه زده کوو او پوښتنه په داسې ډول وکړو چې د حقیقت پر اساس وي، نه د ګوندي روایتونو.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه