ارزګان کې د ښځو په لاس جوړ شوي توکي د بازار نشتون له کبله په ټیټه بیه پلورل کېږي

افغانستان کې د ښځو لاسي صنعت اوږده مخینه لري، خو په دې ورستيو دریو کلونو کې پر ښځو د طالبانو محدودیتونو دغه صنعت له ننګونو مخ کړی، چې له کبله یې په یو شمیر ولایتونو کې ښځې نه شي کولای په خپل لاس جوړ شوي توکي په خپله وپلوري، چې دې چارې یو شمیر صنعتکارې میرمنې له ستونزو سره مخ کړې دي.

د هیواد په سویل کې پروت ارزګان یو له هغو ولایتونو دی، چې دا مهال پکې ګڼ شمیر ښځې د خپلو اقتصادي اړتیاوو پوره کولو په موخه د لاسي غاړو په ګډون د ښځينه او ماشومانو کالیو، د ودونو لپاره د پوښاک توکو د نارينه وو لپاره د خولیو او يو شمير نورو توکو په جوړولو بوختې دي.

په دې ولايت کې صنعت کارې ميرمني وايي، د تېر په پرتله یې د لاسي توکو بیې لویدلي، چې له همدې کبله یوشمیر میرمنو خپل کسب ته شا کړې او دا مهال د اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

ارزګان کې د ښاپیرۍ په نوم يوه ميرمن چې د تېرو اوو کلونو راهیسې د خپلې کورنۍ د ساتنې لپاره لاسي توکي جوړوي وايي، چې په تېر يوه کال کې د لاسي توکو بازار لويدلی چې له  امله يې ښځې د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړې زیاتوي، چې په تېرو کلونو کې هغې او لور يې نږدې هره مياشت تر ۱۵۰۰۰ فغانيو پورې عايد ترلاسه کاوه؛ په داسې حال کې چې اوس يې ياد عايد تر ۵۰۰۰ افغانیو نه زياتيږي، چې په خېره یې دا پیسې ډیرې کمې او د دوی لګښتونه نه شي پوره کولای.

ښاپیرۍ وويل: «اوس چې موږ کوم توکي جوړوو قيمتونه یې ډير ښکته دي نه شو کولای چې په يادو پیسو د خپل کورنۍ چارې بشپړې کړو پخوا به موږ ۱۵۰۰۰ افغانۍ د مياشتې ګټلې، خو اوس تر ۵۰۰۰ افغانۍ زياتې نه پیدا کېږي، يو خو زموږ په لاس جوړ شوي توکي مشتريان اوس نه لري او دوهم ستونزه يې قيمتونه دي ډير په ښکته قيمت پلورل کېږي.»

د ارزګانۍ میرمنو په لاس جوړې شوې غاړې

په دې ولایت کې يو شمير نورې صنعت کارې ميرمنې هم د خپلو لاسي توکو د کمزوري بازار څخه شکايت کوي او وایي، چې د پخوا په پرتله يې مشتریان کم او د توکو قیمتونه یې رالویدلي دي.

د ارزګان په مرکز ترينکوټ د عاطفې په نوم یوه میرمن وایي، چې که د دوی د لاسي توکو لپاره مناسب بازار پیدا شي دوی کولای شي د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.

نوموړې زیاتوي، چې دا مهال یې په کورونو کې بېلابېل توکي د مناسب بازار نشتون له امله پاتې دي او نه پوهیږي چې څه ډول یې وپلوري.

ياده ميرمن د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د دوی لاسي توکو ته دې مناسب بازار پیدا کړي.

هغې وويل: «زما سره په کور کې دغه اوس چې موږ جوړ کړي دي کالي او نور دومره لاسي غاړې شته چې که پلورل شي ۵۰۰۰۰ افغانۍ به ماته راجوړې کړي، خو چې بازار ته يې ور وړو هيڅوک  يې نه اخلي او يا يې هم  په دومره ښکته قيمت اخلي چې زموږ لپاره هيڅ خواري نه کوي موږ د حکومت څخه غوښتنه کوو چې زموږ لپاره دې مارکيټ برابره کړي که زموږ د توکو  لپاره مارکيټ جوړ شي موږ کولای شو چې د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ پیداکړو.»

ارزګانۍ میرمنې وایي، بېلابېل لاسي توکي یې جوړ کړي، خو بازار کې یې څوک له دوی څخه په ښه بیه نه پیري

ورته مهال ارزګان کې د طالبانو ځایي مسوولین هم مني چې دغلته د ښځو د لاسي توکو د پلور لپاره کوم ځانګری مارکیټ شتون نه لري.

د دې ولايت د صنعت او سوداګرۍ رياست لپاره د طالبانو ریيس محمداوود شاهين وايي، چې دوی پلان لري ترڅو په نږدې راتلونکي کې په ارزګان کې د ښځو لاسي توکو ته د بازار موندنې په موخه یو نندارتون جوړ کړي؛ ترڅو ارزګانۍ خپل لاسي توکې نندارې ته وړاندې او بازار پيدا کړي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل: «موږ په دې هڅه کې يو چې د دغه لاسي صنايعو لپاره يو نندارتون جوړ کړو ترڅو د دغه نندارتون له  لارې د یادو ميرمنو لاسي توکو ته بازار پیدا کړي زه باور لرم چې د دغه نندارتون په مرسته به د يادو ميرمنو د مارکيټ د نشتون ستونزه حل شي.»

دا نه يوازې ارزګان ولايت دی چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې پکې ښځې د خپلو لاسي توکو لپاره د مارکيټ له نشتون سر ټکوي، بلکي د هیواد په ډیرو نورو لايتونو کې هم ميرمنې شکایت کوي چې د دوی په لاس جوړ شوي صنعتي توکي په کمو پیسو پلورل کېږي او غوښتنه کوي چې د دوی توکو لپاره دې په بهرنیو مارکیټونو کې بازار موندنه وشي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه