خبریاله: فریضه عالمي
ژباړه: بهادرخان رحماني
شپږ کاله وړاندې، د لومړي ځل لپاره کله چې ماریا چې اوس ۱۶ کلنه ده، واټ ته د ژاولو او جورابو خرڅلاو لپاره ولېږله، هغه هېڅ نه پوهېده چې کوم برخلیک ورته په تمه دی. لا د کار څو میاشتې نه وې تېرې شوې چې د ښار لارو او کوڅو کې توهین او زورونې سره مخ شوه. جنسي زورونه، د نارواوو او لفظي زورونو اورېدل په واټونو کې د ماریا له ورځنیو تجربو دي.
د دوو کالو له تېرېدو ورسته کله چې ماریا ۱۲ کلنه شوه، پام یې شو چې په څه بد چاپیریال او شرایطو کې کار کوي. پرېکړه کوي چې واټونو کې له لاس پلورنې لاس واخلي، خو پلار یې په وهلو ډبولو او مور یې په ژړا او زارۍ اړوي چې لا هم په واټونو کې د کمې پلورنې لپاره د خلکو نادودې او زوروونکي خبرې واوري.
کله مې چې د کابل پر یو واټ ورسره خبرې کولې، داسې تر سترګو کېده چې ټول ستونزې په ځان کې دننه ورتویوي او ستره ګډوډي زغمي. ما ته یې وویل، نه پوهیږي چې تر کله کولی شي دې چاپیریال کې و اوسي او کار وکړي او یا تر کومې کولی شي چې د خلکو زورونې وزغمي.
د ماریان د ژوند کیسه د دې خاورې د ډېرو نجونو د ګډې کیسې استازولي کوي چې د اقتصادي ستونزو، د پلار او د کورنۍ سرپرست نه شتون له امله له سهاره تر بېګا د یوې ګولۍ ډوډۍ لپاره واټونو کې ګرځي. له دې نجونو د ډېریو یې راتلونکی پټ دی.
د ماشومانو له حقونو د ملاتړ شته قوانینو او د ماشومانو نړیوال کنوانسیون پر بنسټ باید داسې څه و نه کړي او دولت د دې کنوانسیون او قوانینو پر بنسټ اړ دی چې ماشومانو لپاره بنسټیز حقونه لکه ښوونه او روزنه، روغتیا، تفریح او سالمه ساعتیري برابره کړي.
«پل سرخ» سیمه کې د فرزانې څو میاشتې کېدې چې په وېروونکي ډول له جنسي زرونې سره مخ شوه. که څه هم له دې وړاندې یې واټونو کې لفظي زورونې اورېدلې وې، خو دا ځل یو منځ عمرلرونکی د پیسو په پلمه ورته لاس غځوي. هغه سړی ۱۳ کلنې فرزانې ته له لېرې غږ کوي او کله چې غواړي ۵ افغانۍ ورکړي، پر سینو یې لاس وهي. له هغې ورځې وروسته فرزانه له ټولو سړیو او د کابل واټونو کې له کاره ډاریږي: «هغه شپه په وېرې او په سینه کې له زیات درد سره خوب ته لاړم. هرکله به مې چې سترګې پټې کړې، د هغه سړي بد شکل به مې سترګو ته ودرېد. هغه ورځ مې پرېکړه وکړه چې کار و نه کړم. خو مجبوریت پرېنښودم چې کار و نه کړم. تر ننه مې له ځان او ژونده دا پوښتنه ده چې راتلونکې به مې څه شي؟»
حمیده هم دا درې کاله کیږي چې کار کوي او د پلازمېنې له واټونو ترخې او دردوونکې تجربې لري. هغه هم لکه نورې ورته زرګونه نجونو په څېر له ناڅرګند برخلیک او تکلیف سره ژوند تېروي. که څه هم هغې ته د جنسي زورونې په اړه خبرې سختې او دردوونکې دي، خو حمیده د خپلو تجربو په ویلو سره دا چوپتیا ماته او له هغو دردونو پرده پورته کوي چې دا درې کاله کیږي هغه دردوي: «د دې ښار له خلکو او کوڅو ترخې تجربې لرم. له ټولو زیات راتلونکې ته اندېښمنه یم. جوته نه ده چې برخلیک به مې څه کیږي. ایا نورو نجونو په څېر به زه هم د ښه ژوند لرونکې او د واټونو ژوند په اړه به د خلکو له قضاوته لېرې اوسم.»
که څه هم افغانستان د ماشومانو حقونو قانون او د ماشومانو نړیوالو کنوانیسون پلي کولو ته ژمن دی، خو هغه څه چې په ډګر کې وینو د هغې خلاف ښیي. د کارګرو ماشومانو زیاتوالی، د حکومت نه پام او د ماشومانو له حقونو د مور او پلار نه خبرېدل ښیي. د ماشومانو ملاتړ او د زده کړې لپاره یې د فرصت برابرولو د سترې بودجې شتون سره سره د کارکوونکو ماشومانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی او له ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي.
یوه حقوق پوه شبنم سیمیا وایي، د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون پر بنسټ په ماشومانو که هغه جلۍ وي او که هلک کار کول منع دي. ماشوم باید کار و نه کړي او ماشومتوب کې باید په ښوونې او رزونې بوخت وي. هغه زیاتوي چې نجونې د دې هېواد راتلونکې میندې دي. دا نجونې باید د افغانستان سړي واکه ټولنه کې تر هلکانو محتاط و اوسي. د هغه په باور د افغانستان په څېر سړي واکه ټولنه کې ان بالغه او هوښیارې ښځې هم په امن کې نه دي او پاتې شوې وړې نجونې چې له کوره بېرون کار او یا سوال کوي: «نجونې راتلونکې میندې دي. دا نجونې لویېږي، کورنۍ جوړوي. پر واټونو کار د دوی زورونې، ناوړه ګټنې او نورې ستونزې ورته پیدا کوي. د واټونو او جنسي زورونې د هغوی پر روان بده اغېزه کوي او پر ځان باور یې له منځه ځي.»
د اغلې سیمیا په باور واټونو کې کار د نجونو پر راتلونکي منفي اغېز ښندي ځکه که هغوی وغواړي چې راتلونکې کې بدلون وکړي، بیا هم ورته تر هلکانو شرایط په ځلونو سخت دي.
له ماشومانو او ښځو د حقونو ملاتړ او مدافع بنسټونو شتون سره سره د نجونو ماشومانو اوسنی حالت ډېر زیانمن دی. د کورنیو او بهرنیو موسسو له خوا له ماشومانو د ملاتړ او ورته د فرصتونو رامنځته کولو په نوم ډېرې پیسې لګیږي، خو څه لیدونکې اغېزه یې نه ده کړې.
د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون د موندنو پر بنسټ، په دې هېواد کې د کارګرو ماشومانو شمېر تر ۱۳۹۸ کال لس سلنه ډېر شوی دی.
اغلې سیمیا د افغانستان دولت لومړیتوبونو سره د بهرنیو ملاتړو بنسټونو پر نه همغږۍ نیوکې سره وایي، چې دولت او هغه بنسټونه چې د ماشومانو حقونو ملاتړ برخه کې کار کوي، باید له ماشومانو ملاتړ او هغوی له رواني اړخه تداوي کړي.
