د ایران ملي سرود ته نه درناوی؛ طالب چارواکي بښنه وغوښته، په تهران کې د دې ډلې سفیر احضار شوی دی

اطلاعات روز: د طالبانو د حج او اوقافو وزارت معین عزیز الرحمان منصور چې په تهران کې د وحدت اسلامي کانفرانس پر مهال د ایران ملي سرود ته نه و ولاړ شوی، د ایران له خلګو بښنه غوښتې. په عین مهال کې ایراني رسنیو د دې موضوع په تړاو په تهران کې د طالبانو د سفر د احضارېدو خبر ورکړی.

عزیز الرحمان منصور په هغه ویډیو کې چې نن (جمعه، ۳۰ د وږي) په ایراني رسنیو کې خپره شوې، وايي: «په کانفرانس کې زما کېناستل زموږ له عرف سره سم و، موږ چې کله په وطن کې ترانه وایو، نو ناست یو، ما پر هغه [عرف] عمل وکړ.»

منصور د ایران حکومت د طالبانو «ملګری» بللی او زیاتوي چې «کمی» یې نه غواړي. ده همدا راز ويلي چې «کوم کسان چې ځورېدلي، بښنه ترې غواړي.»

عزیز الرحمان منصور د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د «عرفان او ديني اماکنو د چارو د تنظیم» معین دی.

دی چې د «نړیوال اسلامي وحدت د کانفرانس» لپاره تهران ته تللی، پرون د ایران د ملي سرود د ږغېدو پر مهال له ځایه ولاړ نشو. دې چلند د ایراني چارواکو غوسه راپارولې.

تر دې وړاندې د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په تهران کې د غونډې پر مهال د ایران ملي سرود ته د طالب چارواکي نه ولاړېدل ډيپلوماټیکو اصولو ته نه درناوی بللی و.

ده پر ایکس ليکلي: «د شریعت له مخې د موسیقي د غږولو ممنوعیت بانه کول او د ډیپلوماټیکو اصولو نه درناوی کومه معنا او مصداق نه لري، که څه هم په دې کې استماع شامله وي.»

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د چارواکي له بښنې غوښتلو سره هممهاله ایراني چارواکو په تهران کې د دې ډلې د سفیر د احضارېدو خبر ورکړی دی.

ایرنا خبري اژانس ليکلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د دویمې ادارې رییس د طالبانو د سفارت سرپرست احضار کړی دی.

د ایرنا په وینا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ادارې رییس په دې غونډه کې دا اقدام غندلی او له دې سره-سره یې «د ډیپلوماټیک عرف خلاف» بللی او د ایران د اسلامي جمهوریت شدید اعتراض یې ورته وړاندې کړی دی.

ایرنا د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د چارواکو له خولې ليکلي چې د هیوادونو ملي سردونو ته درناوی یو منل شوی نړیوال چلند دی، «له دې سره-سره د افغانستان (د طالبانو) د رالېږل شوي استازي چلند د اسلامي وحدت په کانفرانس کې له عالي مشترکو موخو سره اړخ نه لګوي».

د ایرنا په خبر کې ویل شوي چې د طالبانو د سفارت سرپرست د دې ډلې د چارواکي عمل شخصي بللی دی.

د طالبانو حکومت او د دې ډلې چارواکو تر اوسه د دې موضوع په اړه څه نه دې ويلي.

د روانې اونۍ د سې‌شنبې په ورځ د پاکستان په پېښور کې هم د طالبانو سرقونسل د ورته عمل له مخې د پاکستان د ملي سرود د ږغېدو پر مهال هغه ته ولاړ نشو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د ډیپلوماټ دا اقدام د پاکستان ملي سرود ته «بې احترامي» او د ډیپلوماټیکو موازینو مخالفت بلللی او ویلي يې دې چې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت او په کابل کې د دې ډلې چارواکو ته یې خپل اعتراض رسولی دی.

په پېښور کې د طالبانو قونسلګري د پاکستان په ملي سرود کې د «موسیقۍ» موجودیت د دې اقدام لامل بللی دی.

طالبان د موسقي اورېدل او غږول حرام بولي.

دې ډلې د افغانستان ملي سرود هم بند کړی دی.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ملي سرود نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه