د اروپا پارلمان د افغان ښځو وضعیت «جنسیتي اپارتاید» وباله

Photo: EU Parliament / Flicker

اطلاعات روز: د اروپا پارلمان د یوه پرېکړه‌لیک له لارې د افغان ښځو وضعیت «جنسیتي اپارتاید» بللی او له اروپايي اتحادیې يې غوښتي چې د بشریت پر خلاف د جنایت په توګه د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پيژندنې ملاتړ وکړي.

دا پرېکړه‌لیک نن (پنجشنبه، ۲۹ د وږي) د اروپا په پارلمان کې په ۵۶۵ موافقو، اتو مخالفو او ۴۳ ممتنع رایو تصویب شوی دی.

په دې پرېکړه‌لیک کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون غندل شوی دی او ویل شوي دي چې دې قانون افغان ښځې د دوی له خپلو حقونو او ازادیو محرومې کړې دي او دا وضعیت د «جنسیتي اپارتاید» معادل دی.

له دې پرېکړه‌لیک سره سم، د طالبانو د امر بالمعروف قانون او د دې ډلې نور اوامر د دې لامل شوي چې ښځې له عمومي صحنې حذف شي، په زور او تر وخت وړاندې واده شي او همدا راز دا قوانین هغوی له جنسي تاوتریخوالي سره مخ کوي.

د اروپايي پارلمان غړو په دې پرېړه‌لیک کې د افغان ښځو زړورتیا ستایلې ده.

دوی په دې پرېکړه‌لیک کې پر طالبانو د اروپايي اتحادیې د نویو بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې.

د اروپايي پارلمان غړو همدا راز د هغو هیوادونو چلند غندلی چې له طالبانو سره د اړیکو په عادي کولو هغوی پياوړي کوي او په نړیوالو غونډو او مذاکراتو کې يې د افغان ښځو د معنادار ګډون غوښتنه کړې.

همدا راز دوی غوښتنه کړې چې د نړیوالې جنایيي محکمې د څېړنو له لارې طالبان وپوښتل شي او همدا راز يې ويلي چې د ملګرو ملتونو له لوري دې د څېړنو یو خپلواک میکانیزم جوړ شي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر اساسي حقونو او ازادیو پراخ بندیزونه لګولي او هغوی يې له زده کړو او کار کولو څخه منع کړې دي.

د طالبانو مشر شاوخوا یوه میاشت وړاندې د دې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح کړ چې پر اساس یې د ښځې غږ «عورت» بلل شوی دی او له کوره دباندې يې اورېدل منع شوي دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو کارپوهانو له افغان ښځو سره د طالبانو چلند «د بشریت پر خلاف جنایت» بللی و.

افغان ښځینه فعالانې وايی چې له افغان ښځو سره د طالبانو چلند «جنسیتي اپارتاید» دی او غوښتنه کوي چې په نړیوالو قوانینو کې کې دې هم جرم وبلل شي او په افغانستان کې دې په رسمیت وپېژندل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه