ملګرو ملتونو په افغانستان کې د پولیو واکسین د کمپاین ځنډېدل تایید کړل

اطلاعات روز: د د پولیو واکسین د کمپاین د ځنډول کېدو په تړاو د اطلاعات روز ورځپاڼې د راپور تر خپرېدو وروسته اسوشیټیډ پریس خبري آژانس هم د ملګرو ملتونو له قوله راپور ورکړی چې طالبانو په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسیناسیون کمپاینونه ځنډولي دي.

د اسوشیټیډ پریس د راپور له مخې، د واکسین کمپاین د ځنډولو خبر په سپتمبر میاشت کې د ایمن‌سازی د کمپاین تر پیل وړاندې د ملګرو ملتونو ادارو ته ورکړل شوی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې د ځنډولو هیڅ دلیل نه دی وړاندې شوی او نه هم د طالبانو کوم چارواکی په دې اړه نظر ورکولو ته حاضر شوی دی.

تېره ورځ دوو واکسیناتورانو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې ټاکل شوې وه د پولیو واکسین د تطبیق نوی کمپاین تېره دوشنبه (د سنبلې ۱۹مه) په کابل کې پیل شي، خو مسوولینو اعلان وکړ چې دا کمپاین تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوی دی.

یوې ښځینه واکسیناتورې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې تر اوسه د پولیو واکسین کمپاین د ځنډ لامل څرګند نه دی.

هغې زیاته کړې چې ځینو کوردیناتورانو خپلو کارکوونکو ته ویلي چې د واکسین تطبیق کمپاین یوازې د ښځینه واکسیناتورانو لپاره ځنډول شوی دی.

دې سرچینې ټینګار کړی چې تر اوسه د مسوولینو له خوا د واکسین کمپاین د درولو دلیل نه دی اعلان شوی؛ خو دا وېره شته چې ښایي نور ښځینه واکسیناتورانو ته د کار اجازه ورنه کړل شي.

په کابل کې یوې ښځینه واکسیناتورې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې ښځو ته ویل شوي چې باید یو نارینه محرم ولري.

طالبانو تر دې مخکې هم په ځینو ولایتونو کې ښځینه واکسیناتورانې اړې کړې وې چې محرم نارینه ولري او په ځینو نورو ولایتونو کې یې ښځې له دې کمپاین څخه شړلې وې.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د واکسیناسیون کمپاینونو کې د ښځو ونډه شاوخوا ۲۰ سلنه پاتې ده چې په ځینو سیمو کې ماشومانو ته د واکسین د ناکافي لاسرسي لامل ګرځېدلې ده.

د کندهار په جنوبي ولایت کې سرچینې وایي چې د پولیو واکسین کمپاین جومات په جومات ترسره کېږي، خو په دې کمپاین کې ښځینه واکسیناتورانې ګډون نه لري.

د روغتیا نړیوال سازمان یو لوړپوړي چارواکي اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې د کور په کور واکسیناسیون پر ځای په جوماتونو او نورو ځایونو کې د واکسین کولو بحثونه روان دي.

د روغتیا له نړیوال سازمان څخه ډاکټر حمید جعفري ویلي: «د پولیو د له منځه وړلو نړیوال ابتکار له دې بحثونو څخه خبر دی چې د افغانستان په ځینو برخو کې د کور په کور واکسین کمپاین له محل څخه محل ته بدلېږي. شریکان په دې اړه خبرې کوي او د سیاست د بدلون اغېز ارزوي.»

د پولیو واکسین کمپاین په داسې حال کې ځنډول شوی چې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په روان کال کې په افغانستان کې ۱۸ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ډېری یې په جنوب کې دي.

تر دې مخکې روغتیایي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي و چې په روان لمریز کال کې یوازې په کندهار کې ۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

همدا راز په ارزګان او هلمند او په ختیځو ولایتونو کونړ او نورستان کې هم پېښې ثبت شوې دي.

په اوس وخت کې افغانستان او پاکستان یوازیني هېوادونه دي چې د پولیو ناروغي پکې تر اوسه له منځه نه ده تللي.

په پاکستان کې د پولیو ضد کمپاین هم په پرله‌پسې ډول له تاوتریخوالي سره مخ کېږي. یاغیان د واکسیناسیون ټیمونه او د هغوی د ساتنې لپاره ټاکل شوي پولیس په نښه کوي او ناسمه ادعا کوي چې دا کمپاینونه د ماشومانو د شنډولو لپاره د لویدیځ توطیې دي.

اسوشیټیډ پریس لیکلي چې په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین ځنډول د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره یو لوی خنډ دی او هغه هڅې زیانمنوي چې د پولیو د پای ته رسولو لپاره په نړیواله کچه روانې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه