د دایکندي د اوسیدونکو وژنه؛ رینا امیري د هزاره‌ګانو ساتنې ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د دایکندي د اوسیدونکو وژنې ته په غبرګون کې د هزاره ګانو ساتنې او هغوی ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې.

نوموړې تېره شپه (جمعه، ۲۳ د وږي)، ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې د دایکندي د اوسېدونکو وژنه «د هزاره‌ګانو پر وړاندې د ویجاړونکي تاوتریخوالي بېلګه ده.»

امیري لیکلي: «زه له افغانانو سره یوځای کېږم او د هزاره ګانو وضعیت ته د لا زیاتې پاملرنې او د لا زیاتې ساتنې او حساب ورکولو غوښتنه کوم.»

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر هم د دایکندي د اوسېدونکو ډله‌ییزه وژنه غندلې او د دې برید عاملینو ته یې د ژر تر ژره سزا ورکولو غوښتنه کړې.

د تېرې پنج‌شنبې ورځ ماسپښین مهال موټرسایکل سپرو وسله والو کسانو د دایکندي د «قریودال» او د غور د «پهلوسنګ» کلیو ترمنځ د دایکندي پر اوسېدونکو ډزې وکړې چې له امله یې ۱۴ تنه ووژل شول او شپږ نور ټپیان دي.

دغه کسان د کربلا د زيارت کوونکو د هرکلي لپاره د غور ولايت سرحدي پولې ته تللي وو.

داعش ډلې د یوې اعلامیې له لارې دا برید منلی او ویلي يې دې چې ۱۵ تنه یې وژلي او شپږ نور ژوبل دي.

دا پېښه له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو او غندنو سره مخ شوې ده.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ ویلي، دا برید د «نړیوالو جنایاتو» نښې لري او د هغو بریدونو په تړاو یې اندېښنه څرګنده کړې چې د داعش خراسان ډله یې پړه پر غاړه اخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه