د ننګرهار په محبس کې زندانیان په موسمي او د خارښت په ناروغۍ اخته شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په محبس کې زندانیان په یو ډول موسمي ناروغۍ او خارښت اخته شوي دي.

څو سرچینو چې خپل او خپلوان یې اوسمهال د ننګرهار په محبس کې بندیان دي له مونږ سره یې په خبرو کې وویل، چې اوسمهال په دغه محبس کې پر موسمي ناروغۍ د اخته زندانیانو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی او کابو ټول بندیان د اسهالات، سینه بغل، نفس ‌تنګي، محرقه، زکام، دوامدارې تبې او یو ډول د خارښت په ناروغۍ اخته شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې په ځينو بلاکونو کې ناروغه بندیان له نورو جلا شوي دي، خو د روغتیایي امکاناتو نشتون له کبله ناروغۍ په ټولو بندیانو کې د خپریدو په حال کې ده.

یوې بلې سرچینې د کورنۍ غړی یې دا مهال د ننګرهار په محبس کې د بند شپې او ورځې سبا کوي هم تاییدوي، چې زندانیان په موسمي ناروغیو اخته شوي دي.

د سرچینې په خبره د نورو ناروغیو سربیره بندیانو کې د پوستکي خارښت یو ډول ناروغۍ خپره شوې چې زندانیان ترې کړیږي.

سرچینه وایي، چې د پوستکي خارښت ناروغۍ باندې اخته بندیانو ورته ویلي، چې لومړی یې پر پوستکی یو ډول وړې دانې راپورته شي، ورپسې سخت خارښت او درد هم کوي چې شپه او ورځ ترې ناکراره وي.

د سرچینې په وینا د ځینو ناروغو زندانیانو درملنه شوې، خو هغاغسې چې لازمه ده روغتیایي خدمات ورته نه دي وړاندې شوي.

مونږ هڅه وکړه په دې اړه د ننګرهار محبس له مدیر سره خبرې ولرو، خو هغوی زمونږ تیلیفوني اړیکه ځواب نه کړه.

خو، په همدې حال کې ننګرهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د یو خبر په خپرولو سره ویلي، چې د ناروغه زندانیانو د ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره شوې.

دغې رسنۍ زیاته کړې چې د ننګرهار د زندانونو چارو سمون ریيس مولوي محمد مقتدا حفيظ اللّٰه د مرافعه محکمې ریيس مولوي عبدالشکور او د ښاري محکمې د جزا دیوان الف جز او امنیت عامې ديوان الف جز رییسانو سره کتلي او په ياده ليدنه کې د زندان ریيس له مسوولینو سره د ناروغ زندانيانو ستونزې شريکې کړي، چې د مرافعې محکمې ریيس د زندانيانو ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د ننګرهار د زندانونو چارو سمون رییس مولوي محمد مقتدا حفيظ اللّٰه ویلي، د ناروغه زندانيانو په هکله به د سترې محکمې امر ته په تمه دي او له هغې وروسته به لازم اقدامات ترسره کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه