ارزګان کې سيلاب ځپلې کورنۍ د سرپناه له نشتون سر ټکوي

افغانستان کې د وروستیو څو کلونو پرمهال د اقلیمي بدلون له کبله له یوې خوا وچکالۍ او له بلې خوا بې وخته ورښتونو خلک سخت اغیزمن کړي، چې د ارزګان په ګډون د هیواد په ګڼ شمیر ولایتونو کې وروستیو ورښتونو او راوتلو سیلابونو د خلکو کورونه ویجاړ او ترڅنګ یې درانه مالي او ځاني زیانونه هم اړولي دي.

د ارزګان یو شمیر اوسيدونکي وایي، چې د وروستیو ورښتونو  او سيلابونو  له امله يې کورونه ويجاړ شوي او  دا مهال د اوسيدو ځای نه لري. دغه سیلاب ځپلي غوښتنه کوي چې د دوی سره دې د ژمي له رارسیدو وړاندې د سرپناه جوړولو په برخه کې لازمې مرستې وشي.

د دې ولایت د مرکز ترينکوټ ښار اړوند د مهراباد سيمې اوسيدونکی حاجي محمود وايي، چې شاوخوا دوې مياشتې مخکې يې کور د راغلو سيلابونو  له امله ويجاړ شوی، خو د کمزوي اقتصاد له کبله یې د رغیدو وس نه لري او تر اوسه پورې ويجاړ پاتې دی.

هغه چې ترينکوټ ښار ته د طالبانو ځایي حکومت څخه د مرستې غوښتنې په موخه راغلی زیاتوي، چې دا مهال تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي او په وينا يې چې د سيلابونو له امله يې د استوګن ځای په ګډون ټول کور په بشپړ ډول ويجاړ شوی دی.

د هغه په خبره، که څه هم طالبانو او يو شمير موسېساتو ورسره د خوراکي او ځينو نورو توکو مرستې کړي، خو وايي شوې مرستې بسنه نه کوي.

نوموړي وویل: «دوې مياشتې مخکې سيلابونه راغلل زموږ کور يې په بشپړ ډول ويجاړ کړ، ته باور وکړه تر اوسه مو په کورونو کې د سيلابونو  پاتې شوني پاتې دي ډير په دې برخه کې د ستونزو سره مخ يو زموږ سره لږ لږ مرستې شوي دي، خو موږ غوښتنه کوو چې زموږ د کورونو  د جوړيدو په برخه راسره مرستې وشي.»

ارزګان کې سیلاب ځپلي وایي، چې د سرپناه جوړولو په برخه کې ورسره تر اوسه مرستې نه دي شوي

په دې ولايت کې د سيلابونو له امله يو شمير نورې زيانمنې شوې کورنۍ هم شکايت کوي، چې د سرپناه نشتون سره مخ دي او باید ستونزو ته يې رسيدنه وشي.

د ارزګان د هراوود ولسوالۍ اوسيدونکی صدیق الله تر هغه وروسته ترينکوټ ښار ته راغلی چې سيلابونو يې په ولسوالۍ د استوګنې ځای په بشپړ ډول لاندې کړی.

هغه وايي، چې دا مهال د خپلې کورنۍ سره په ترينکوټ ښار کې په سر لوڅو کوټو کې ژوند کوي او په وينا يې که مرسته ورسره ونه شي راتلونکی ژمی به له ډيرو ستونزو سره مخ شي.

د ده په خبره، چې دوه ځله د موسېساتو لخوا ورسره د خوراکي توکو مرسته شوې، خو په وينا يې چې د خوراکي توکو ترڅنګ اړتيا ده چې د کور جوړيدو برخه کې هم ورسره مرستې وشي.

نوموړي زياته کړه: «کور مې په دهراوود کې اوبو لاندې کړی زه دلته راغلی يم دلته هم په داسې خونو کې اوسيږم چې داوسيدو نه دي سرونه يې لڅ دي موږ د دولت څخه غوښتنه کوو چې زموږ سره د کورونو د جوړيدو برخه کې مرسته وکړي ځکه ژمی راروان دی که د ژمي څخه مخکې موږ ته کورونه جوړ نه شي يو ځاي به د اوسيدو لپاره ونه لرو.»

خلک وایي، چې د ژمي له رارسیدو وړاندې دې له دوی سره د سرپناه په برخه کې مرستې وشي

ورته مهال ارزګان کې ټولنيز فعالان هم د سيلاب ځپلو کورنیو پر شته وضعيت انديښنه څرګندوي او د موسېساتو او طالب چارواکو  څخه غواړي چې سيلاب ځپلو کورنيو ته دې پاملرنه وکړي.

په دې ولايت کې یو تن فعال محمدرحيم رحيمي وايي، چې ډير شمير هغه کورنۍ چې د تېرو سيلابونو پرمهال بي سرپنا شوي دا مهال تر شنه  اسمان لاندې په داسې حال کې ژوند تيروي چې له اقتصادي ستونزو سره هم  مخ دي.

هغه وویل: «دا يوه لويه ستونزه ده چې زموږ په ولايت کې په دغه تېرو ۵ مياشتو کې رامنځته شوې ده، زرګونه کورونه ونړيدل خلک يې ډير په ستونزو کې دي اوس خو لا هوا ګرمه ده، خو که ژمی راشي دا بې سرپناه خلک به څه کوي باید موسېسات او دولت [طالبان] د دغه کورنيو وضعيت ته پاملرنه وکړي.»

بلخوا ارزګان کې پيښو ته د رسيدو رياست لپاره د طالبانو مسوولين وایي، چې دغلته په تېرو ۶ مياشتو کې د سيلابونو له امله دوه زره او ۹۶ کورونه ويجاړ شوي چې له جملې يې ۱۲۳۰ کورونه په بشپړ ډول او ۸۶۶ نور په قسمي ډول ويجاړ شوي دي.

د دغه رياست ريیس مولوي عبدالله خالد وايي، چې په ياده موده کې د دوی د ریاست ترچتر لاندې د ۱۴۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو او څه اندازه د نغدو پیسو مرستې شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې دوی د زيانمنو شویو کورنيو سره د هغوی د سرپناه د جوړيدو په برخه کې وس نه لري او له نړيوالو مرسته کوونکو سازمانونو څخه غوښتنه کوي چې د سيلاب ځپلو کورنيو سره دې د سرپناه په برخه مرستې وکړي.

نه يوازې ارزګان کې د وروستیو سیلابونو له امله خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي، بلکې د هېواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم د ورښتونو او راوتلو سيلابونو له امله خلک سخت زيانمن شوي او غوښتنه کوي چې د ژمي د رارسیدو وړاندې دې ورسره اړینې مرستې وشي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه