کندهار کې د پولیو ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۲ ته لوړ شوی

اطلاعات روز: کندهار ولایت کې ځایي روغتیايي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې په دې ولایت کې د پولیو ناروغۍ د انساني پېښو شمېر نن ۱۲ مثبتو پېښو ته لوړ شوی دی.

کندهار کې ځايي روغتیايي سرچینې چې نه غواړي نوم یې رسنیز شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته یې ویلي چې نن د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پولیو ویروس د یوې بلې نوې پېښې په ثبت کېدو سره په یاد ولایت کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر دوولسو ته رسیدلی دی.

ځیني روغتیايي سرچینې وایې، تر اوسه په کندهار ښار او ولسوالیو کې د پولیو ویروس ۲۵ محیطي او ۱۲ انساني پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیايي سرچینو په وینا: «په کندهار کې د پولیو ویروس ۱۲ مثبتې انساني پېښې ثبت شوې چې ۳ پېښي په کندهار ښار، ۴ په ارغستان، ۲ په سپین بولدک، ۱ په ډنډ، ۱ په میوند، ۱ په شاولیکوټ ولسوالۍ کي ثبت شوې. دا نن تازه په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوه بله پېښه ثبت شوه چې هغه هم په پورته پېښو کې شته.»

سرچینې زیاتوي چې د کندهار تر څنګ هلمند او اروزګان ولایتونو کې هم د پولیو ویروسي پېښې مخ په زیاتېدو دي.

روغتیايي سرچینې وایې، دا مهال په کندهار کې د پولیو ویروس د خپرېدو په حال کې دی او په وینا یې چې ښايي د مثبتو پېښو شمېر تردې هم لوړ شي.

د کندهار ولایت د معافیت کتلوي مسؤلینو بیا ویلي، اوس په دې ولایت کې هره میاشت د پولیو واکسین د تطبیق کمپاینونه ترسره کوي.

کندهار کې د معافیت کتلوي مسؤل ډاکټر جمال الدین وايي په یاد ولایت کې یې د پولیو واکسین میاشتني کمپاینونه پیل کړي چې له لاري به یې زرګونه ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورسیږي.

هغه وایې، هڅې يې پیل کړي چې کندهار کې د پولیو واکسین کمپاینونه مسجد په مسجد تطبیق کېدو څخه کور په کور کړي.

ویل کېږي چې په ټول هیواد کې د پولیو ۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. پولیو ویروس له افغانستان او پاکستان پرته په نورو هیوادونو کې له منځه وړل شوی، خو په دې هیوادونو کې لا هم هر کال ګڼې پېښې ثبتېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه