د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا اووه پنځوسمه غونډه؛ اندیشه: د افغانستان وضعیت کليدي موضوع ده

اطلاعات روز: په جینوا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندیشه وايي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د اووه پنځوسمې غونډې مهمه او کلیدي موضوع ده.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا اووه پنځوسمه غونډه نن (دوشنبه، ۱۹ د وږي) د سویس په جینوا ښار کې جوړه شي.

د ښاغلي اندیشه په وینا، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسار ولکر ترک به نن د جینوا پر وخت تر غرمې وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

ښاغلی اندیشه وايي، چې په دې راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په تړاو د پوښتنې کولو بهیر او شته انتخابونه وارزول شي.

دی همدا راز وايي، چې تر دې راپور وروسته به ولکر ترک، ریچارډ بېنټ او له افغانستانه دوه تنه به په یوه پینل کې ګډون وکړي او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو به د شورا له نورو غړو سره خبرې-اترې وکړي.

په جینوا کې د افغانستان استازي ويلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې به د افغانستان لپاره د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي په توګه د ریچارډ بېنټ ماموریت وغزول شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا اووه پنځوسمه غونډه به د اکټوبر تر یوولسمې روانه وي.

په دې غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په داسې حال کې ارزول کېږي چې طالبانو افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ پر ورتګ بندیز لګولی دی.

طالبانو ښاغلی بېنټ د دوی د ډلې پر خلاف په «پروپاګند» کولو تورن کړی او ویلي يې دي چې نوموړی واړه موضوعات لويوي.

ریچارډ بېنټ د طالبانو دې پرېکړي ته په غبرګون کې ويلي و، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض مستندولو ته دوام ورکوي.

ده تر اوسه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه درې راپورونه وړاندې کړي او په دې راپورونو کې يې له افغان ښځو سره د طالبانو چلند «د بشریت پر خلاف جنایت» بللی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه