طالبانو د ننګرهار د ولایتي شورا پخوانی غړی نیولی

اطلاعات روز: په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د طالبانو استخباراتو د دغه ولایت د ولایتي شورا پخوانی مرستیال عبید شینواری نیولی دی.

یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (دوشنبه، ۱۹ وري) وویل، چې عبید شینواری شپږ ورځې وړاندې په دغه ولایت کې د طالبانو استخباراتو له خپل کوره بیولی او لا تراوسه په زندان کې دی.

سرچینې زیاته کړې نوموړی نږدې شپږ ورځې کیږي چې لاهم د ننګرهار په استخباراتو ریاست کې بندي دی، خو د هغه د برخليک په اړه نور معلومات نه لري.

د سرچینه زیاتوي عبید شینواری د تېر حکومت له نسکوریدو وروسته بې دندې او په کور شوی و او دغه راز له دې وړاندې هم د طالبانو له لوري په څو ځلي ځورول شوی و.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس نوموړي د تېر جمهوري حکومت پرمهال د داعش پرضد په ولسی پاڅونونو کې مهمه ونډه درلوده او له همدې کبله پر نوموړي څو ځلې بریدونه هم شوي و.

مونږ هڅه وکړه په دې اړه ننګرهار کې د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره د نظر په اخیستلو بریالي نشوو.

د طالبانو د حکومت په راتګ سره د تیر حکومت له چارواکو سربیره پخواني نظامیان د طالبانو له لوري په بېلابېلو بهانو وهل ټکول شوي او دغه راز زیاتره یې زنداني شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما په یو راپور کې ویلي و، چې د طالبانو حکومت له راتګ سره په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۳ کال جون تر ۳۰مې نېټې یې د تیر جمهوري حکومت اړوندو کسانو او امنیتي ځواکونو خپلسرو وژنو، نیولو او بندي کولو، ځورونې او ناوړه چلن او ورکېدو لږ تر لږه ۸۰۰ قضیې ورسره دي، خو طالبانو بیا دا راپور رد کړی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه