ننګرهار کې د بانکي جواز پر سر د طالبانو او صرافانو ناندرۍ

اطلاعات روز: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې صرافان وایي، چې طالبانو پرې د روزګار کړۍ راتنګه کړې او له تېرو پنځو ورځو راهیسې دغلته نږدې ۲۰۰ د صرافۍ دوکانونه د بانکي تضمين او جواز نشتوالي له کبله تړلي دي.

د کفایت الله په نامه یو صراف وایي، چې دوکانونه یې له تیرې دوشنبې (۱۲ د وږي) راهیسې د طالبانو د سختو تګلارو له امله تړل شوي دي.

د هغه په خبره اوسمهال د ګوتو په شمیر هغه صرافۍ فعالیت کوي چې جوازونه لري او یا یې یاد شرایط پوره کړي وي.

نوموړی زیاتوي طالبانو یې وروسته له هغه دوکانونونه تړلي چې له صرافیو څخه د یو میلیون افغانیو د جواز ترڅنګ په جبري ډول د بانکي ضمانت غوښتنه هم کوله.

کفایت الله زیاتوي: «پنځه ورځې کېږي چې طالبانو زما د صرافۍ په ګډون شاوخوا ۲۰۰ صرافۍ تړلي او له مونږ د جواز ترلاسه کیدو په برخه کې د یو میلیون افغانیو غوښتنه کوي، زمونږ ټوله سرمایه یو میلیون ده، نو دوی ته به څه ورکړو غوښتنه کوو چې دوی دې خپل شرایط لږ نرم کړي او مونږ ته دې جوازونه هم راکړي او د کار اجازه هم ځکه هره ورځ چې دوکان تړلی وي مونږ مالي زیان وینو.»

د جلال اباد صرافۍ مارکیټ یو بل صراف د نوم نه ښودلو په شرط وویل، هغه ضمانتونه او کاري چوکاټ چې طالبان یې ترې غواړي د دوی له وسې پورته دي.

د سرچینې په خبره د صرافیو په تړل کیدو سره له مالي زیان مخ شوي او دغه راز له دې سربیره زرګونه کسان بې روزګاره شوي هم دي.

سرچینه زیاتوي: «که طالبان د صرافانو لپاره ټاکل شوې اندازه د جواز راکمه نه کړي، نو زمونږ صرافۍ به تړلي وي او اړ به شو، چې خپلې پانګې یا بهر ته انتقال کړو او یا پرې بل کاروبار پېل کړو.»

مونږ هڅه وکړه په دې اړه ختیځ زون کې د افغانستان بانک له مسوولانو سره خبرې وکړو، خو هغوی ویلي، چې په دې اړه له رسنیو د خبرو کولو صلاحیت نه لري.

له دې سربیره په هرات کې هم صرافان وایي، وروسته له هغه چې طالبانو دوی ته د جواز اخیستو امر کړی، د دوی د صرافۍ مارکېټونه او هټۍ له دوو میاشتو راهیسې د جوازونو د نشتوالي له امله تړلي دي.

خو له دې وړاندې د افغانستان بانک چارواکو ویلي وو، چې د صرافیو په برخه کې اصلاحات جدي دي او ناقانونه صرافۍ به له سخت چلند سره مخ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه