د لمریز نظام په نورو سیارو کې له فضایي کالیو پرته څومره وخت ژوندي پاتېدی شو؟

ژباړه: رحمت الله محمد

که څه هم په نږدې راتلونکې کې نورو سیارو ته سفر ممکن نه دی، خو بیا هم را ځئ فرض کړو، که کومې بلې سیارې ته لاړ شو، څومره وخت به هلته له فضایي کالیو پرته ژوندي پاتي شو.

۱. عطارد: دا سیاره د لمریز نظام لمړۍ سیاره ده، چې لمر ته تر ټولو نږدې ده. د دې سیارې د حرارت درجه ۸۰۰ فارنهایټ ته رسېږي، خو په شپه کې یې بیا د حرارت درجه منفي ۲۹۰ درجې ته راښکته کېږي. یانې که د ورځې په نیمی کې دې سیارې ته لاړ شئ، نو سمدستي به وسوځئ خو که د شپې لاړ شئ نو سمدستی به یخی شئ. دا چې د دې سیارې وضعي حرکت ډېر سوکه دی، نو شپه او ورځ یې هم ډېر اوږده دي، تاسو کولای شئ د مازدیګر یا هم سهار وختي ټایم کې دې سیارې ته لاړ شئ، نو هلته به هوا نسبتاً ښه وي. خو که تاسو د حرارت درجې له ستونزې ځان وژغورئ بیا به هم دلته تر ۹۰ ثانیې زیات ژوندي پاتي نشئ.

۲. خو که د لمریز نظام دوهمې سیارې زهرې ته لاړ شئ، دلته به مو ښایي له یوې ثانیې وروسته حالت دومره بد شي، چې خپله به ځان وژنه وکړئ. ځکه د دې سیارې اتموسفیر ۹۸ سلنه له کاربن دای اکساید څخه جوړ دی او فشار هم له ځمکې نه نوې ځله زیات دی. د هغه تر څنګ په دې سیاره کې د سلفوریک اسید باران اورېږي. د زهره سیارې منځنۍ د حرارت درجه ۸۰۰ فارنهایت دی.

۳. له ځمکې به تېر شو، د لمریز نظام څلورمې سیارې مریخ ته به لاړ شو: که څه هم د انسانانو راتلونکی پلان مریخ دی، او هڅه کوي چې په دې سیاره کې مېشت شي، خو که په دې سیاره کې ځانګړي فضایي کالي له ځانه لرې کړئ، نو تر ۸۰ ثانیې اضافي به مو د ژوند کولو چانس نه وي. ځکه د دې سیارې ۹۵ سلنه اتموسفیر له کاربن دای اکسایډ څخه جوړ شوی دی، او په منځني ډول د دې سیارې د حرارت درجه منفي ۸۰ فارنهایټه ده.

۴. له دې وروسته به د لمریز نظام تر ټولو لویي سیارې ته لاړ شو، دا سیاره مشتري نومېږي، د ځمکې په څېر خاورینه نده، بلکې د ګازونو په وسیله پوښل شوې ده. په دې سیاره کې به یوازې یوه ثانیه د ژوند چانس ولرئ، او له هغه وروسته به د ګازونو په وحشتناکو طوفانونو کې راګیر شئ، چې ورسره د مقابلې توان به نه لرئ، د دې سیارې شرایطو ته په کتو سره، ښایي انسانان هیڅکله دې سیارې ته د سفر تصور لا ونه کړای شي. دا یوه ګازي سیاره ده، چې زیاته برخه یې هایدروجن او هیلیوم ګازونه دي.

۵. اوس نو د لمریز نظام ښایسته سیارې ته راغلو، دا سیاره زحل نومېږي، د ښایسته کړیو لرلو له امله د لمریز نظام تر ټولو ښایسته سیاره بلل کېږي. خو له بده مرغه په دې ښایسته سیاره کې تاسو یوه ثانیه هم ژوند نشئ کولای، ځکه د دې سیارې ګازې وریځې ډېر قوي طوفانونه تولیدوي، چې کېدای شي د دې سرعت په یوه ثانیه کې ۱۸۰۰ کیلومتره ته ورسېږي. دا سیاره دومره قوي طوفانونه لري، چې هیڅ ژوندی موجود به یې د زغملو توان ونه لري.

۶. اوس اوومې سیارې یا اورانوس ته راغلو: دا سیاره له امونیاک، اوبو او متانول څخه جوړه شوې ده، دلته هیڅ اټکل نشو کولای، چې څومره وخت به ژوندي پاتي شئ، خو د اورانیمو شتون دلته ژوند لا سختوي. نو ویلای شو، چې په دې سیاره کې به هیڅ د ژوند کولو وخت ونه لرئ.

۷. راځئ! د نورو سیارو چانس بېخي کم دی، دا ځل به نپټون ته لاړ شو: په دې سیاره کې دومره وحشتناک بادونه دي، چې ځیني وختونه یې سرعت د غږ تر سرعت هم زیات وي، دا بادونه هر ډول ژوندی موجود تر یوې ثانیې په کم وخت کې له منځه وړلای شي.

د انسانانو د اوسنیو امکاناتو په وسیله هیڅ امکان نه لري، چې د لمریز نظام په ګازي سیارو کې ژوند وکړای شو، ښایي یوه ورځ انسانان په دې هم وتوانېږي، چې قوي وسیلې جوړې کړي او دغو سیارو ته هم سفر ممکن کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه