ټیلیګراف: طالبانو د امر بالمعروف قانون د پلي کولو لپاره ښځینه جاسوسانې ګومارلې دي

اطلاعات روز: ټیلیګراف ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د پلي کولو لپاره ښځینه جاسوسانې ګومارلې دي.

د هغه راپور له مخې چې دې رسنۍ پرون (دوشنبه، ۱۲ د وږي) خپور کړی، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یوه چارواکي ويلي چې د ټولو ښځو د کنټرول لپاره د دې جاسوسانو ګومارل «اړتیا» ده.

ټیلیګراف ليکلي چې طالبانو دا ښځې ګومارلې چې د ټولو ښځو انسټیګرام پاڼې دې وڅاري او ودې ګوري چې هغوی لوڅ مخ انځورونه خپروي او کنه.

د ښځو په چارو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یوه چارواکي ټیلیګراف ته ويلي: «تاسو پوهېږئ چې ټیلیګرام څرنګه کار کوي … هغوی کولای شي چې خپلې پاڼې پټې کړي تر څو یې څوک ونه ليدلای شي، خو موږ داسې ښځې لرو چې زموږ سترګې دي.»

ده زیاته کړې چې ځيني ښځې دې کار ته اړې کړل شوې دي او ځيني نورې د خپل کار په بدل کې پیسې اخلي او هغوی همدا راز پر سړکونو له نارینه‌وو سره یو ځای خپل ماموریت ترسره کوي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت دې چارواکي ويلي چې یو شمېر نیول شوې ښځې په دې شرط خوشي کړل شوې دي چې تر تعقیب د لاندې ښځو د هر ډول غیر قانوني فعالیت راپور ورکړي.

ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې کله طالب چارواکي له دې ښځو سره خبرې کوي، نو د امر بالمعروف قانون نقضوي او که څرنګه؟ ويلي دي چې له ښځو سره هغه وخت خبرې کول چې له موږ سره «له فحشا سره په مبارزه» کې مرسته کوي، «د منلو وړ» ده.

ټیلیګراف د دې طالب چارواکي له خولې ليکلي: «دا وزارت (امر بالمعروف او نهی عن المنکر) په ټول هیواد کې نورو ښځو ته هم اړتیا لري، خو فی الحال وضعیت ښه نه دی او کم شمېر ښځې په دې وزارت کې کار کولو ته تیارې دي.»

د ټیلیګراف په راپور کې ويل شوي چې د طالبانو یوه ښځینه جاسوسه «ګل نسا» نومېږي چې ۳۶ کلنه ده او ورځ یې «د نړۍ د تر ټولو مظلومو ښځو» په تړاو پر راپور ورکولو او څارلو تېرېږي.

دې ويلي چې هره ورځ يې کاري برنامه متفاوته وي؛ ځيني ورځې لارو او کوڅو ته وزي او ځیني وختونه مصروفو ځایونو لکه پلورنځایونو او د ښځینه جامو پلورنځایونو ته ځي، تر څو هغه ښځې معلومې کړي چې د طالبانو له اند سره سمه جامه نه اغوندي.

د طالبانو دې ښځینه جاسوسې زیاته کړې چې کله ښځې له دوکاندارانو سره لوڅ مخ او په خندا ويني نو په خپله مداخله نه کوي، بلکې له خپلو نارینه همکارانو سره اړیکه نیسي او هغوی له دې ښځو سره پوهېږي.

دې ويلي، کومې ښځې چې په لارو او کوڅو کې لاریونونه کوي د هغو ملاتړې نه ده او د «کفارو ملاتړ» ازادي نه ګڼي.

د طالبانو د دې ښځینه جاسوسې په وینا، «واقعي ازادي داده چې ښځې په کور کې پاتې شي، خپل اولادونه لوی کړي، د خپلو مېړونو خدمت وکړي او د بل شي په اړه فکر ونه کړي».

زهرا حق پرست یوه معترضه ښځه ده چې د طالبانو د ښځینه جاسوسانو له لوري پېژندل شوې او نیول شوې ده، دې ټیلیګراف ته ويلي چې دا پوهېدله چې طالبان به اخیر هم له ښځو د ښځو پر خلاف استفاده کوي.

اغلې حق‌پرست ويلي: «داسې نجونې وې چې زموږ واټساپ ګروپونو ته راننوتلې او خپل ځان یې فعال ښود او له طالبانو سره یې د ډېری معترضو ښځو په نیولو کې مرسته وکړه.»

دې زیاته کړې چې دغسې يوې ښځې د دوی واټساپ ګروپ ته لار پیدا کړه او طالبانو ته یې د دې د کور او دفتر ادرس ورکړ او هغوی ونیوله.

زهرا  حق‌پرست ويلي چې د هغو ښځو شمېر پر زیاتېدو دی چې طالبانو ته کار کوي.

دې ويلي چې دې ښځو ته یوازې دومره وايي چې «شرم وکړئ!»

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په تازه توګه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح کړی او اوس مهال دا قانون نافذ دی.

په دې قانون کې د ښځو د ټول بدن پټول لازمي بلل شوي او د ښځې غږ عورت ګڼل شوی دی او د وګړو پر فردي او ټولنیز ژوند ګڼ بندیزونه لګول شوي دي.

د دې قانون توشیح کېدو د هیوادونو او نړیوالو سازمانونو پراخ غبرګونونه راپارولي او غندلی یې دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسارۍ دا قانون د نه زغم وړ بللی او د هغه د ژر تر ژره لغو کېدو غوښتنه یې کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه