«د ازادۍ ملي ګوند» د افغانستان په راتلونکې کې د دین او سیاست د بېلتون غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: «د ازادۍ ملي ګوند» وايي چې د طالبانو تر پرځول کېدو وروسته باید د افغانستان راتلونکی «د دین او سیاست د حوزو د بېلتون» پر نوي روایت جوړ کړل شي.

دې ګوند نن (یکشنبه، ۱۱ د وږي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي: «د تېر وخت او اوس مهال کړکېچونو، ناکامیو او ترخو وختونو د بیا ځلې فکر کولو او عبرت اخیستلو فرصت برابر کړی دی تر څو د هیواد لپاره یوه نوې لاره وکاږو.»

د دې ګوند په اعلامیه کې ويل شوي چې «د افغانستان ملي ګوند تر طالبانو د وروسته وخت د اړتیاوو په درک کولو سره پر دې باور دی چې د هیواد راتلونکی باید د یوه نوي او پراخ روایت پر اساس جوړ کړل شي؛ داسې روایت چې ټولنیز عدالت، د وګړو د بنسټیزو حقونو تأمین، بشري حقونو ته درناوی او د دین او سیاست د حوزو صحیح تفکیک پکې وي».

دې ګوند زیاته کړې چې د اسلام دین د افغانستان د خلګو په فردي او ټولنیز ژوند کې لوړ مقام لري، خو تېرو تجربو ښودلې چې ځینو ځانګړو ډلو د خپل واک د غوښتنې او خپلې ارادې د تحمیل په لار کې له دین څخه ابزاري استفاده کړې ده.

«د افغانستان ملي ګوند» ويلي، له همدې وجې اړینه ده چې د یوه داسي بحث لور ته ولاړ شو چې دین د خلګو په معنوي او اخلاقي ژوند کې د یوې الهي او الهام بښونکې سرچینې په توګه خوندي شي او سیاست پر عمومي ګټو، ټولنیز عدالت او بنسټیزو ازادیو تمرکز ولري.

دې ګوند ويلي چې «د وروستیو کلونو په ځانګړې توګه د طالبانو د افراطي ډلې تر واک لاندې تجربو ښودلې چې یوازې د ټولنیز عدالت د اصولو پر اساس او د دین او سیاست د حوزو په بېلتون کولای شو یو پایدار، باثباته او د خلګو پر ژوند راټول افغانستان ولرو».

«د افغانستان د ازادۍ ملي ګوند» له ګوندونو، خوځښتونو، ډلو او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو غوښتي چې «د همغږۍ او راتلونکې ته د ژمنتیا له مخې په دې لار کې معقول او منطقي ګام واخلي».

دې ګوند ويلي چې دا تګلاره به نه یوازې د ملي بنسټونو له غښتلي کولو سره مرسته وکړي بلکې په افغانستان کې د سولې، عدالت او پایدار پرمختګ زمینه هم برابروي.

د دې ګوند په اعلامیه کې ويل شوي: «موږ باور لرو چې له تېر څخه په عبرت اخیستلو، له افراطیت سره په مبارزې او پر راتلونکې په تمرکز کولو سره افغانستان رغولای شو چې ټول وګړي پکې برابر حقونه او با افتخاره او د عزت ژوند ولري او د تېرو لسیزو په څېر د هیواد پرېښوولو او کډوالۍ ته اړ نشي او نه هم په میلیونونو کسان بې ځایه شي.»

دا لومړی ځل دی چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یو سياسي جریان د دې هیواد په راتلونکې د دین او سیاست د بېلتون غوښتنه کوي.

تر دې وړاندې د افغانستان سياسي خوځښتونو او ګوندنو داسې تګلاره رد کړې او سختې نیوکې يې پر کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه