امرالله صالح: امرانه او د معاملې سوله نه منو

اطلاعات روز: د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د امریکا له خو د سولې نوې طرحه یې ترلاسه کړې، خو په وینا یې چې دا په دې مانا نه ده چې دوی به معاملې ته غاړه کېږدي او امرانه سوله به ومني.

امرالله صالح چې نن (دوشنبه، ۱۸ د کب) یې کابل کې د لویې جرګې خیمه کې د مارشال محمدقسیم فهیم د ۷ام تلین په اړه جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا راغلي پلاوي سره یې د دوی په راغلې طرحې «د سولې انتقالي دولت طرحه» دوه ورځې خبرې وکړې.

د ښاغلي صالح په وینا، دا طرحه درې مهمې برخې لري، چې په ارزښتونو کې یې کومه ستونزه نشته خو په وینا یې چې نورې برخې یې افغانانو لپاره لکه یو لړزېدونکي پل په څېر دي چې په منلو سره یې ناڅرګند برخلیک سره مخ کېدی شي.

نوموړي زیاته کړه، چې دا لیک یا یاده طرحه یې دریځ نه شي بدلولی. «امریکایان او غربیان چې موږ سره یې کمک کړی مننه کوو، امریکا حق لري چې د خپلو ۲۵۰۰ عسکرو په برخلیک لیک ولیکي او طرحه وړاندې کړي او دا زموږ حق دی چې پرې غور وکړو او د ۳۵ میلیونه انسانانو برخلیک معاملې ته و نه نیسو.»

ښاغلي صالح دغه راز وویلې چې امریکا او نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پر ګټو او یو بل ته په درناوی ولاړې دي، خو په وینا یې که هر شېبه درک شي چې داسې اړیکې نشته او تر پښو لاندې دي، ملت خبروو او بدلوو یې، د نوموړي په وینا ځکه چې افغانان که څه هم بې وزلي دي، خو د خلکو نامشروع غوښتنو ته یې سر نه دی ټیټ کړی.

د ولسمشر لومړي مرستیال وویل، د معاملې نه وړ سره کرښه ورسره شریکه کړې او هغه دا چې د همدې نظام او اساسي قانون په شتون کې به ټاکنې ترسره او پر دې اصلي مسایلو هېڅ معامله نه کوو.

ده وویل: «موږ ورسره یو طلایي ټکی او د یو نه جوړجاړي کرښه شریکه کړه او هغه دا چې په همدې نظام سره موږ د رایو حق له خلکو نه شو اخیستی. تر هېڅ شرایطو، په هېڅ پلمې او هېڅ دسیسې دا معامله نه شو کولی.»

د نوموړي په وینا، له امریکایي پلاوي سره ناسته کې یې یوې بلې مهمې د پاکستان پر مسلې خبرې وکړې. د ده په وینا، په دې ورځ غونډه کې پر دې خبرې وشوې چې ولې پاکستان نه غواړي افغانستان کې سوله وشي؟

د ده په ټکو امریکایي پلاوي وویل، چې پاکستان تر دې شیبې د طالبانو او امریکا او د افغانستان او طالبانو ترمنځ یو منځګړی یا پیغام رسوونکی و، پاکستان پر طالبانو هېڅ فشار چې دوی دې سوله وکړي، ګټه نه ده اخیستې.

صالح د یاد امریکایي پلاوي له خولې وایي: «پاکستان افغانستان کې دوه ډوله دولته په رسمیت پېژني جمهوریت او امارت. امارت چې ټول پاکستان یې ورته په اختیار کې ورکړی. طالبان پاکستان کې هېڅ نوعه د فشار احساس نه کوي، نو که د افغانستان معضله له پاکستان سره حل نه شي، نو د امریکایي راغلي پلاوي په وینا چې موږ نه شو کولی د افغان سولې په اړه د یو با مفهومه ډیالوګ او مانالرونکې خبرې اترې پیل کړو.»

د ولسمشر لومړی مرستیال وایي، د یاد امریکایي پلاوي د خبرو پر بنسټ افغانستان دوه مخیزه سولې ته اړتیا لري. لومړی دا چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاریخي ستونزه ته رسېدنه وشي او بله دا چې طالبان تر فشار لاندې راوستل شي څو له جګړې لاس واخلي او د افغانستان ټولنې او سیاست ته دننه شي.

امرالله صالح د خپلو خبرو په دوام کې وویل، افغانستان سولې ته اړتیا لري او طالبان یو واقعیت دی، خو په وینا یې چې امرانه او د معاملې سوله هېڅکله د منلو نه ده.

ده وویل: «که طالبان د ټاکنو پر اصل توافق ته رسیږي، د ټاکنو پر نېټې هم خبرې کولی شو. خو یوې خونه کې د شلو کسانو ترمنځ چې زموږ په ارزښتونو، او نظام او له هر څه مهم د رایو په حق معامله وکړي، تر ابده یې نه منو. که دا کار وشو، زه به نه ووایم، په هغې وخت کې د قوم برخلیک لپاره تیار یم چې د معاملې پر ځای د پاکستان او طالبانو ډزو ته ودرېږم.»

نوموړي دغه راز وویل، چې طالبان د ټولنې تر ټولو بې وزله پرګنه ده او هېڅکله د دوی پر وړاندې د حذف سیاست مخته نه وړي. ده دغه راز له طالبانو هم وغوښتل چې د حذف سیاست دې څنګ ته کړي او د جنګ جګړو پر ځای دې خلکو ته مینه ورکړي.

دغه راز په دې غونډه کې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د امریکا له خوا یاد لیک ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دغه لیک نوموړي او ولسمشر اشرف غني ته دوه ورځې وړاندې ور رسېدلی دی او واقعیتونه په کې شته دي.

ښاغلي عبدالله وویل، په دې لیک کې ځینې چټکتیاوې شتون لري، چې زموږ واک کې نه دي. د ده په وینا، په دې لیک کې د داخلي اجماع او هغه هڅې چې شونې دي د افغانستان سولې سره مرسته وکړي، راغلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه