د ډيپلوماټیکو استازولیو د همغږۍ شورا: طالبانو ته د هر ډول امتیاز منل به زیانمنې پایلې ولري

Photo: @GMICafghanistan

اطلاعات روز: په بهر کې د افغانستان د ډيپلوماټیکو او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا چې د افغانستان د پخواني حکومت له ډيپلوماټانو جوړه ده، د طالبانو وروستیو اقداماتو ته یې په غبرګون کې ويلي چې دې ډلې ته د هر ډول امتیاز ورکړه به زیانمنې پایلې ولري.

دې شورا پرون (پنجشنبه، ۸ د وږي) په یوه اعلامیه کې د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره ويلي چې د طالبانو وروستي اقدامات د بشري حقونو، حکومتولۍ او نړیوالو اړیکو په اړه د دې ډلې د تاوتریخجن او سختدريځي چلند څرګندونه کوي.

طالبانو په تازه توګه د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون» نافذ کړی دی چې له پراخو منفي غبرګونو او نيوکو سره مخ شوی. دا قانون د وګړو په ځانګړې توګه د ښځو پر ژوند پراخ محدودیتونه لګوي.

دې ډلې افغانستان ته د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورچي ریچارډ بینټ پر ورتګ هم بندیز لګولی دی.

د افغانستان د ډيپلوماټیکو او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا ويلي چې طالبانو دا پرېکړه له دې امله کړې چې [د خپلو اقداماتو په تړاو] له پوښتل کېدو وېره لري ځکه چې لا هم په دې هیواد کې د بشري حقونو وضعیت مخ پر خرابېدو دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د يوې اعلامیې له مخې په لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسه، ایټالیا، یونان، پولینډ، سویډن، ناروې، کاناډا او اسټرالیا کې قونسلي خدمات او مېشتي سیاسي استازولۍ بې اعتباره اعلان کړې دي.

د ډيپلوماټیکو استازولیو د همغږۍ شورا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا اعلامیه بې اعتباره ګڼلې.

دې شورا ويلي: «د طالبانو دا پرلپسې اقدامات ښيي چې هغوی د افغانستان پر ټولنې د خپل یو اړخیز او ظالمانه واک ټینګول غواړي، په داسې حال کې چې نړیوالو اساسي معیارونو او د افغانستان نړیوالو تعهداتو ته پاملرنه نه کوي.»

د ډيپلوماټیکو استازولیو د همغږۍ شورا ويلي، په داسې حال کې چې طالبان په زیاتېدونکې توګه د افغانستان د وګړو لومړني حقونه له پامه غورځوي او د دې هیواد تعهدات نقضوي، له همدې امله د دې ډلې د سياستونو د تغییر او د افغانستان د خلګو غوښتنې ته د درناوي لپاره باید پر طالبانو په ټولیزه توګه فشار راوړل شي.

د دې شورا په اعلامیه کې ويل شوي: «د طالبانو د نامشروعو غوښتنو په ځواب کې هغوی ته هر ډول امتیاز ورکول به زیانمنې پایلې ولري او هغوی ته دا وړتیا ورکوي چې خپلې غیر قانوني غوښتنې تعقيب کړي.»

د ډیپلوماټیکو استازولیو د همغږۍ شورا ټینګار کړی چې د دې ماموریتونو په وضعیت کې هر ډول تغییر کېدلای شي ژورې منفي اغېزي ولري او ممکن په اروپا او له دې پرته نورو ځایونو کې کډوالو ته د مهمو قونسلي خدماتو پر وړاندې کولو منفي تاثیر وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه