هلمند کې د طالبانو له محکمو شکایت؛ خلک: د قضیو په تړاو پرېکړې کلونه وخت اخلي

Photo: Social Media

د هیواد په سویل هلمند ولایت کې اوږدمهاله جګړې، ناامنۍ او اقتصادي ستونزو د دې ولایت د خلکو ورځنۍ ستونزې زیاتې کړي او هره ورځ لسګونه نارینه او ښځې په دې ولایت کې د طالبانو مرافعه محکمې ته د ځمکو، اوبو، پور، میراث، طلاق، قتل او نورو شخړو د حل او عدالت غوښتنې په موخه مراجعه کوي، خو خلک وایي، چې محکمه قضیې ځنډوي او نن په سبا د پریکړې کولو ژمنې ورکول کېږي.  

د دې ولایت یو شمیر اوسیدونکي شکایت کوي، چې د قضیو په حل کې اوږدمهاله ځنډ، فساد او خپلوي پاللو خلک ناهیلي کړي او د طالبانو په محکمو یې خپل شته باور هم له لاسه ورکړی دی.

جمیل (مستعار) چې د دوو کلونو راهیسې یې د هلمند په مرافعه محکمه د پور قضیه روانه ده، وایي چې د طالبانو په محکمه کې د کاغذ پرانۍ او عدالت نشتون څخه ستړی شوی او له دوو کلونو څخه زیات د خپلو پیسو قضیه تعقیبوي، خو لا یې هم پریکړه نه ده شوې او نه یې خپل حق ترلاسه کړی دی.

نوموړي وویل: «زه له تېرو دوو کلونو راهیسې د هلمند په مرافعه محکمه کې خپله قضیه تعقیبوم، خو لا هم هیڅ پرمختګ نه دی شوی، هر ځل چې محکمې ته ځم، نو راته ویل کېږي چې سبا بیا راشه، زما لپاره دا حالت ډېر ستړی کوونکی دی.»

د هلمند د یوې ولسوالۍ اوسېدونکي سیدالرحمن (مستعار) هم د ورته برخلیک سره مخ دی، نوموړی وایي څه باندې یوه کال راهیسې د هلمند په مرافعه محکمه کې د ځمکې د غصب قضیه لري، خو په خبره یې تر اوسه یې فیصله نه ده شوې او د طالبانو په محکمو کې له عدالت څخه ناهیلې شوی دی.

هغه زیاته کړه: «که څوک په محکمه کې قوم یا اړیکې ولري، نو فیصله یې تل د هغوی په ګټه وي، دغه حالت موږ له محکمې او عدالت څخه ناامیده کړي یو، دلته شتمن خلک قاضیان د ډوډۍ لپاره هوټل ته بیایي، د موټر د تیلو په نوم پیسې ورکوي، خو موږ غریب چې نه یې د ډوډۍ وس لرو او نه د موټر د تیلو پیسې ورکولای شو، دغسي پاته یو.»

نوموړی په خپله ولسوالۍ کې د خپلې ځمکې د خلاصولو لپاره د طالبانو محکمې ته عارض شوی او وایي د اسنادو د درلودلو سره سره محکمې د ده جانب مقابل په ګته فیصله کړې.

حاجي اکا (مستعار) هم د خپلي ځمکې د غصب د خلاصولو په موخه هلمند ولایت ته راغلی او د خپلې ځمکې اسناد په لاس کې لري، ادعا کوي چې له دوو کلونو راهیسې یې د ځمکې قضیه په محکمه کې پرته ده، خو لاهم نه ده حل شوې. هغه زیاتوي چې د خپلې ځمکې ټول قانوني اسناد یې محکمې ته وړاندې کړي، خو بیا هم قضیه په یوه او بله بهانه ځنډول کېږي.

نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې داسې وویل: «زه له دوو کلونو راهیسې په محکمه کې د خپلې ځمکې قضیه تعقیبوم، خو تر اوسه پورې حل او فصل شوی نه ده، زما ټول قانوني اسناد موجود دي او ما په هره ممکنه طریقه هڅه کړې چې خپله قضیه ژر حل کړم، خو هر ځل محکمه په یوه او بله بهانه قضیه ځنډوي، دا ډېر ناهیلي کوونکې ده چې له قانوني اسنادو سره سره، زما قضیه نه حل کیږي، زه فکر کوم چې یا خو په محکمې کې بې کفایتي ده، یا هم د واسطې او رشوت ستونزه موجوده ده، دې قضیې ماته ډیر مالي او رواني زیانونه اړولي دي، ځکه چې زما ځمکه بې کاره پاتې ده او زه په خپل حق کې ناپیلتوب نه احساسوم، زه له عدلي او قضایي چارواکو څخه جدي غوښتنه کوم چې زما قضیه دې په منصفانه او چټک ډول حل کړي، ترڅو زه خپل حق ترلاسه کړم.»

زرغونه او د هغې مور وایي، محکمه د دوی غوښتنې او ستونزې نه اوري او نه د دوی په حق کې عدالت شوی دی. انځور: استول شوی

دغه راز هلمند کې یو شمیر ښځې هم د طالبانو له مرافعه محکمې شکایت کوي او وایي، چې طالبان په قضیو کې بې عدالتي کوي او زیات وخت د نارینوو په ګټه پریکړي کوي.

 یو شمیر ښځې ادعا کوي چې د میراث حق نه ورکول کېږي او کله چې یې د ترلاسه کولو لپاره محکمې ته ځي، نو محکمه ورته وایي چې دا د کورنۍ داخلي موضوع ده او باید په خپله یې حل کړي.

د سپوږمۍ په نوم یوه میرمن ادعا کوي چې د ورونو لخوا یې حق نه دی ورکړل شوی، او کله یې چې د طالبانو محکمې ته مراجعه کړې هغوی ورته ویلي، چې دا ستاسو کورنۍ موضوع ده او دوی یې په اړه اقدام نه شي کولای، په داسې حال کې چې «شریعت» ورته حق ورکړی دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: «زه خپلې ستونزې سره محکمې ته لاړم، خو زما حق یې را نه کړ، د محکمې چارواکو راته وویل چې دا کورنۍ موضوع ده، او دوی په کې مداخله نه کوي، دا حالت ډېر ناوړه دی، ځکه چې زه د خپلې کورنۍ له خوا د ناحقۍ سره مخ یم او څوک مې خبرې نه اوري.»

ځینې ښځې بیا شکایت کوي، چې د طالبانو محکمې د طلاق په قضیو کې د ښځو غوښتنې او ستونزې نه اوري او ډیر کله د نارینه وو په ګټه فیصلې کوي.

د هلمند اوسیدونکې ۲۹ کلنه زرغونه (مستعار) چې څه موده وړاندې یې د طلاق اخیستو قضیه درلوده، وایي، ښځې چې د طالبانو په محکمه کې د طلاق غوښتنه کوي تحقیریږي او په بدو نومونو یادیږي.

 نوموړې وویل: «په محکمه کې ښځو ته پام نه کېږي، کله چې یوه ښځه خپلې حقوقي ستونزې وړاندې کوي، نو د محکمې چارواکي تل د سړو په ګټه پرېکړه کوي، او ښځې ته د ځان دفاع کولو حق نه ورکوي، ما خپله د طلاق قضیه لرله تر اوسه نه ده حل شوې، هر ځل راته ویل کېږي چې دا کورنۍ موضوع ده او خپله یې حل کړئ، دا چې موږ خپله حلا کولای شوای، نو محکمې ته څه اړتیا وه چې راتللو، دلته اوس د ښځو لپاره عدالت نشته.»

بلخوا هلمند کې یو پخوانی قاضي وایي، چې طالبان د نړیوال او داخلي مشروعیت د نه لرلو له کبله د لویو قضیو حل او فصل ته زړه نه ښه کوي او او له همدې امله په یوه او بله بهانه له خلکو ځان خلاصوي او تر اوسه یې د ګوتو په شمار قضیې حل او فصل کړي دي.

نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «د دا دریو کلونو په جریان کې د ګوتو په شمار قضیې حل شوي، خپله طالبان هم زړه نه ښه کوي چې د املاکو یا نورې سیاسي قضیې حل او فصل کړي ځکه نړیوال او داخلي مشروعیت نه لري، د خلکو قضیې د تیر نظام څخه تر اوسه همدغسي ناحله پاتې دي، کوچنۍ قضیې مخته وړي، خو املاکي یا نورې لویې قضیې په یوه او بله بهانه ځنډول کیږي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه