د بښنې نړیوال سازمان: د طالبانو د امر بالمعروف قانون پر بشري حقونو یو «کرغېړن» برید دی

اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پر بشري حقونو یو «کرغېړن» برید دی او باید سمدستي لغو شي.

دې بنسټ نن (سې‌شنبه، ۶ د وږي) د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې دا قانون نړیوالو قوانینو ته د افغانستان تعهدات په ښکاره توګه نقض کوي.

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې دا قانون د افغان ښځو او نجونو پر خلاف لګېدلي بنديزونه «بنسټیز» کوي او په عام محضر کې د ښځو د غږ په څېر نوي بندیزونه د اخلاقي نقض په توګه معرفي کوي.

دې بنسټ ويلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان ښځې او نجونې له داسې محدودیتونو او نه منلو وړ بریدونو سره مخ دي چې د دوی د ژوند ټول اړخونه اغېزمنوي.

د بښنې د نړیوال سازمان په اعلامیه کې ويل شوي چې په دې قانون کې د افغانستان د خلګو پر بنسټیزو حقونو پراخ محدودیتونه لګول شوي او په دې لړ کې ويل شوي چې ځوانان باید څرنګه خپله ږیره او وېښتان جوړ کړي.

دې بنسټ زیاته کړې چې دا «ځپونکی» قانون همدا راز د طالبانو محتسبانو ته واک ورکوي چې هغه کسان وګواښي او ويې نیسي چې د دې قانون نقضوونکي بلل کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان ويلي چې طالبان باید د واکمنو چارواکو په توګه د بشري حقونو معاهداتو ته چې افغانستان لاسلیک کړي دي، درناوی کړي، خوندي يې کړي او عمل پرې وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان ويلي چې دې بنسټ او د حقوقپوهانو نړیوال کمیسیون څېړنه کړې او مستنده کړې يې ده چې د روم د اساسنامې له مخې پر ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونه چې زندان، جبري ورکېدنه، شکنجه او نور بد چلندونه پکې شامل دي، د جنسیت پر اساس د بشریت پر خلاف جنایت کېدلای شي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون چې په تازه توګه د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده له لوري توشیح شوی، د هیواد پر وګړو په ځانګړې توګه پر ښځو پکې ګڼ نوي بندیزونه لګول شوي.

په دې قانون کې د ښځې د ټول بدن پټول الزامي ګڼل شوي او د ښځې غږ «عورت» بلل شوی دی.

د دې قانون له مخې نوروز، یلدا شپه، اور لوبه، د ږيرې خرېيل او تر قبضې کمول، د نیکټايي اغوستل او د شریعت خلاف وېښتان جوړول، له کوره د ښځو د غږ وتل او په کمپیوټر او موبایل کې د ژویو عکسونه او فلمونه کتل «ځانګړي منکرات» دي او ویل شوي چې محتسب مسوولیت لري چې مخه یې ونيسي.

د دې قانون توشیح کېدو پراخ غبرګونونه راپارولي او بېلابېلو هیوادونو له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر خلاف محدودیتونه لغو کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه