«رواداري»: د طالبانو د امر بالمعروف د قانون له امله د «زورګويي کلتور» پراخېږي

اطلاعات روز: د بشري حقونو بنسټ «رواداري» ويلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د اسلامي شریعت د «افراطي، سليقوي او سختدریځو» تعبیرونو پر اساس تیار شوی دی او له امله يې د «زورګويي کلتور» پراخېږي، «ازادۍ ورسره ځپل کېږي او انساني کرامت نقض کېږي».

دې بنسټ نن (دوشنبه، ۵ د وږي) د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې په دې قانون کې له طالبانو سره اړوندو افرادو او بنسټونو ته اجازه ورکړل شوې چې «له زور، فشار او ګواښ څخه په استفادې خلګ د ځانګړو مذهبي معیارونو رعایتولو ته اړ کړي».

«رواداري» زیاته کړې چې دا تګلاره نه یوازې د بشري حقونو له اساسي اصولو سره په ټکر کې ده، بلکې له امله يې په ټولنه کې وېره او ژوره بې باوري هم پیدا کېږي.

دې بنسټ ويلي چې دا قانون جنسیتي تعبیض تشدیدوي او د بیان ازادي او د خلګو باورونه ځپي.

د «رواداري» په اعلامیه کې همدا راز ويل شوي چې دا ډله خپلو اړوندو افرادو او بنسټونو ته اختیار ورکوي چې د خلګو شخصي ژوند او چلندونه وڅاري.

«رواداري» ويلي: «دا لاسوهنې د وګړو د خصوصي حریم نقض دی او د دې لامل کېږي چې خلګ ټول وخت د طالبانو د افرادو له لوري وڅارل شي او کنټرول شي.»

دې بنسټ زیاته کړې چې دا قانون د ځانګړو مذهبي او فرهنګي الګوو په تحمیلولو سره د افغانستان کلتوري او مذهبي تنوع ګواښي او د يوه ځانګړي مذهبي لید په پيروي سره لږکي ځپي او په ټولنه کې تنوع او سولییز ژوند تضعیفوي.

«رواداري» ويلي چې د خلګو پر حقونو او اساسي ازادیو د دې قانون د پلي کېدو د پایلو په اړه اندېښمن یو.

د «رواداري» په وینا، دا قانون د درناوي او سولییز کلتور د ترویجولو پر ځای زورګويي، د بشري حقونو نقض او د فردي ازادیو محدودول پراخوي.

دې بنسټ په افغانستان کې او بهر له علماوو او ديني کارپوهانو، اسلامي هیوادونو او سیمې، نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د دې قانون د لغو کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د عدالت او برابرۍ لپاره د افغان ښځو د غوښتنې ملاتړ وکړي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په تازه توګه د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده له لوري توشیح شوی او د هیواد پر وګړو په ځانګړې توګه ښځو يې پراخ محدودیتونه لګولي دي.

په دې قانون کې د ښځو د ټول بدن پټول لازمي ګڼل شوي او د ښځو غږ یې هم «عورت» بللی دی.

د دې قانون له مخې نوروز، یلدا شپه، اور لوبه، د ږيرې خرېيل او تر قبضې کمول، د نیکټايي اغوستل او د شریعت خلاف وېښتان جوړول، له کوره د ښځو د غږ وتل او په کمپیوټر او موبایل کې د ژویو عکسونه او فلمونه کتل «ځانګړي منکرات» دي او ویل شوي چې محتسب مسوولیت لري چې مخه یې ونيسي. د دې قانون توشیح کېدو پراخ غبرګونونه راپارولي او بېلابېلو هیوادونو له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر خلاف محدودیتونه لغو کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه