د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د قانون توشیح کېدل؛ «د ښځو غږ عورت دی»

Photo: @MojAfghanistan

اطلاعات روز: د طالبانو عدلیې وزارت وايي چې د دې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده «د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون» توشیح کړی او اوس مهال دا قانون نافذ دی.

دې وزارت نن (چهارشنبه، ۳۱ د زمري) د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې دا قانون یوه مقدمه، څلور څپرکي او ۳۵ مادې لري او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

په دې قانون کې د ښځې ټول بدن پوښتل لازمي بلل شوي او همدا راز د فتنې له وېري د هغې مخ پټول یې هم ضروري ګڼلي او له دې سره-سره یې د ښځو غږ هم «عورت» بللی دی.

د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او محتسبین يې له شریعت او حنفي فقهې سره سم د دې قانون تطبيقوونکي دي.

د دې قانون ديارلسمه ماده چې اته بندونه لري «د ښځې له حجاب سره اړوندو احکامو» ته ځانګړې شوې.

د دې مادې په اول بند کې ويل شوي چې د «ټول بدن پټول لازمي دي»، په دویم بند کې ويل شوي چې «د فتنې له وېري د مخ پټول ضروري دي او په درېیم بند کې يې ويل شوي چې «د ښځو غږ (په لوړ غږ د سندرو، نعتونو او په ټولۍ کې د قرأت ویل) عورت دی».

د دې قانون د ديارلسمې مادې په څلورم بند کې ويل شوي چې «د ښځو جامه باید نازکه، لنډه او چسپه نه وي»، په پنځم بند کې ويل شوي چې «مسلمانې ښځې مکلفې دي چې له نامحرمو نارینه‌وو خپل بدن او مخ پټ کړي» او په شپږم بند کې ويل شوي چې «له کافرو او فاسقو ښځو د فتنې له وېري د مسلمانو او صالحو ښځو ستر کول واجب دي».

د دې مادې په اووم بند کې «د ښځو مخ او بدن ته د پردو بالغو نارینه‌وو کتل او پردو نارینه‌وو ته د بالغو ښځو کتل» حرام ګڼل شوي او په اتم بند کې يې ويل شوي چې «هر کله بالغه ښځه د خپلې اړتیا لپاره له کوره وزي، مکلفه ده چې په خپل غږ، مخ او بدن کې ستر مراعت کړي».

د دې قانون څوارلسمه ماده «له نارینه‌وو سره د ستر اړوندو احکامو» ته ځانګړې شوې او په لومړي بند کې يې ويل شوي چې «د نارینه‌وو عورت تر نو کښته بیا تر زنګنو پورې دی او زانو هم عورت دی».

د دې مادې په درېيم بند کې ويل شوي: «نارینه مکلف دی چې د ګرزېدلو او ورزش پر مهال داسې جامه واغوندي چې عورت يې پکې پټ وي، البته داسې لباس چې زیات چسپ نه وي او د اعضاوو شکل پکې څرګند نشي.»

د دې قانون په يوه بله برخه کې د رسنیو او مطبوعاتو په تړاو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د محستبینو مسوولیت تشرېح شوی دی.

د دې قانون په اوولسمه ماده کې ويل شوي چې یو محتسب باید د رسنیو مسوولین د داسې مطالبو په خپرولو مکلف کړي چې د مذهب او شریعت مخالف نه وي، د مسلمان توهین او تحقیر پکې نه وي او د ذیروح (ژوندیو) شیانو عکسونه پکې نه وي.

په دې قانون کې په مسافر وړونکو ګاډو کې د موسیقۍ غږول، د بې حجابه او هغو ښځو وړل چې شرعي محرم يې عاقل او بالغ نه وي، منع شوي دي.

له دې قانون سره سم، د یلدا شپه، اور لوبه، د ږیرې تراشل او تر قبضې کمول، د نیکټايي اغوستل او د شریعت خلاف وېښتان جوړول، له کوره د ښځې د غږ وتل، په کمپیوټر او موبایل کې د ژوندیو شیانو عکسونه او فلمونه کتل «خاص منکرات» بلل شوي او ويل شوي دي چې محتسب یې د مخنيوي مسوولیت لري.

په دې قانون کې هغو افرادو ته تعزیرات هم په پام کې نيول شوي دي چې له دې قانون سره سم د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت امر په پام کې نه نيسي.

له دې قانون سره سم، سرغړوونکي ته لومړی سپارښتنه کېږي، وروسته له الهي عذاب څخه وېرول کېږي، تر هغه وروسته تنبیه او ګواښل کېږي او وروسته نغدي جریمه ترې اخيستل کېږي. تر دې وروسته له یوه ساعت څخه تر ۲۴ او له یوې ورځې څخه تر درو ورځو پورې په عمومي محبس کې زنداني کېږي او په اخیر کې هغه سزا ورکول کېږي چې محتسب يې لازمه وګڼي او په محکمو کې نه وي.

د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د تېرو درو کلونو پر مهال د وګړو پر بنسټیزو ازادیو په ځانګړې توګه پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي او په ځلونو يې ځوانې نجونې له لارو او کوڅو څخه د «بې حجابۍ» په تور نيولې او بندیانې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو او د بشري حقونو د نورو بنسټونو له راپورونو سره سم، دا وزارت د طالبانو د عمومي استخباراتو له ریاست او امنیه قومندانیو سره یو ځای د ښځو، خبریالانو، د بشري حقونو د مدافعینو او قومي او مذهبي لږکیو د ځپنې اصلي مسوول دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه