طالبان: په هیواد کې تر اوسه تر ۶۵۰ زره زیات یتیمان، کونډې او معلول وګړي تشخیص شوي دي

Photo: @GMICafghanistan

اطلاعات روز: د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي چې تر اوسه په افغانستان کې ۶۵۳ زره او ۲۶۵ یتیمان، کونډې او معلول وګړي تشخیص کړي دي.

د دې وزارت معین عبدالحکیم حقاني نن (چهارشنبه، ۳۱ د زمري) په کابل کې د یوه خبري کانفرانس پر مهال دا شميرې اعلان کړې دي.

ده زیاته کړې چې په دې شمېرو کې ۱۶۷ زره او ۶۵۴ د طالبانو یتیمان، کونډې او معلولین دي، ۳۶۳ زره او ۳۲۱ ملکي یتیمان، کونډې او معلولین دي او همدا راز ۱۲۲ زره او ۲۹۹ د پخواني حکومت د کارمندانو او نظامیانو یتیمان، کونډې او معلولین دي.

د دې طالب چارواکي په وینا، په یادو شویو شمېرو کې ۳۶۹ زره او ۵۳۳ تنه یتیمان، ۱۸۹ زره او ۶۳۵ تنه معلولین او ۹۴ زره او ۹۷ تنه کونډې دي.

د طالبانو د دې چارواکي له اعلان شویو شمېرو سره سم، په یتیمانو کې ۱۶۳ زره او ۴۷۹ نجونې او ۱۶۲ او ۱۹۵ تنه هلکان دي.

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو د وزارت معین همدا راز زیاته کړې چې دې وزارت د ۱۴۰۲ کال له زمري میاشتې بیا تر ۱۴۰۳ کال پورې له ۶۱۳ زره او ۸۸ یتیمانو، کونډو او معلولینو سره هره میاشت نغدي مرسته کړې چې ټولټال مرسته ۱۵ میلیارده او ۴۰۷ میلیون او ۳۸۲ زره او ۷۰۸ افغانۍ کېږي.

ده زیاته کړې چې دې وزارت د یتیمو، کونډو او معلولو وګړو د برېښنايي ثبت سيسټم فعال کړی او تر اوسه په دې سیسټم کې د ۲۶۴ زره او ۳۳۵ تنو ځانګړنې ثبت شوې دي.

عبدالحکیم حقاني ويلي چې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له ۶۷ خیریه موسسو سره تفاهم‌لیکونه لاسليک کړي او له دې لارې له وړ افرادو سره څلور میلیون او ۵۰۰ زره ډالره مرسته شوې ده.

دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې د څلورو لسیزو د جګړې له وجې په لسګونو زره افراد مړه، ژوبل او معلول شوي دي.

د جګړې ګڼې قرباني کورنۍ لازمو مرستو ته لاسرسی نه لري او په ځلونو يې د مسوولینو او مرستندویو بنسټونو له نه پاملرنې شکایت کړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه