د چنارتو ولسوالۍ خلک د عامه خدمتونو له نشتون سر ټکوي

د ارزګان ولايت چنارتو ولسوالۍ چې د دې ولايت د مرکز ترينکوټ په ۴۰ کيلومترۍ کې پرته ده، د تېرو څو لسيزو راهیسې ورته حکومتونو هیڅ پاملرنه نه ده کړې او خلک یې د هر ډول خدماتو څخه بې برخې پاتې دي.

د دې ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، په تېر جمهوري نظام کې چې څه ناڅه د بیارغونې کارونه شوي وو، هغه د جګړو له امله بیرته ویجاړ شوي او دا مهال یې په ولسوالۍ کې د بیارغونې هیڅ څرک نه لیدل کېږي. دوی زیاتوي، چې دغلته په شته روغتون کې معیاري خدماتو ته لاسرسی نه لري، ماشومان یې د ښوونځیو نشتون له کبله له زده کړو پاتې، سړکونه یې خامه او د هر ډول دولتي او ټولنیزو خدمتونو بې برخې پاتې دي.

د چنارتو ولسوالۍ يو قومي مشر ۶۵ کلن حاجي لعل محمد وايي، چې د دې ولسوالۍ خلک د زده کړو ترڅنګ روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري او د ښوونځیو نشتون له کبله یې یو نسل له زده کړو پاتې او ویره لري که اوس مهال ورته د زده کړو زمینه برابره نه شي دویم نسل به یې هم له زده کړو پاتې شي.

نوموړی زیاتوي، چې د جګړو او واکمنو حکومتونو نه پاملرنه د دې لامل شوي چې ياده ولسوالۍ د پرمختګ څخه پاتې شي.

هغه وايي، که څه هم  په تېر جمهوري نظام کې دغلته یوه اندازه د بیارغونې کارونه ترسره شوي وو، خو په وينا يې چې ورستيو جګړو دغه ولسوالۍ دومره ويجاړ کړه چې دا مهال په کې هیڅ نه دي پاتې.

دغه قومي مشر وویل:«زموږ ولسوالۍ ته چې راشې يو څوک به فکر ونه کړي چې دا دې بيخي ولسوالۍ وي هيڅ عامه خدمتونه په کې نشته ښوونځی نشته، روغتيايي مرکزونه نشته، ټولنيز خدمتونه بيخي صفر دي هيڅ ابادي په کې نه ده شوې خلک مو ډير به خراب اقتصادي وضعيت کې ژوند کوي تر اوسه پورې چنارتو ولسوالۍ ته هيڅ پاملرنه نه ده شوي.»

د چنارتو ولسوالۍ خلک د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د دې ولسوالۍ ټولو برخو ته دې ځانکړی پام وکړي

د چنارتو ولسوالۍ يو بل اوسيدونکی الله نظر بیا وايي، چې د دولت د نه پاملرنې له کبله د دغې ولسوالۍ هغه ماشومان چې باید ښوونځي کې شامل شي، تر اوسه یې ښوونځی په سترګو نه دی لیدلی او نه هم داسې کوم ښوونیز مرکز شته چې دوی په کې زده کړې وکړي.

الله نظر د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دوی په ولسوالۍ کې دې ښوونځي جوړ کړي ترڅو له زده کړو څخه پاتې ماشومان خپل راتلونکی جوړ کړي.

هغه وویل: «زموږ  يو نسل له تعليم څخه  پاتی شوی دی اوس هغه ماشومان چې باید تعلیم وکړي پر کور ناست وي او کارونه  کوي تعليم ورڅخه پاتې دی که دلته  زموږ په ولسوالۍ کې ښوونځي جوړ شي د خلکو سره بشري مرستې وشي هغه ماشومان چې دا مهال له زده کړو څخه پاتې دی هغوی به ښوونځيو ته ولاړ شي د دولت څخه غوښتنه کوو چې هغه بل دولت خو مو ستونزې راته حل نه کړې دا دولت [طالبان] يې باید راته حل کړي.»

د چنارتو ولسوالۍ خلک وایي، د دوی ولسوالۍ ته غځیدلی سړک خامه او تګ راتګ پرې ستونزمن دی

دغه راز د چنارتو ولسوالۍ اوسيدونکي وایی، چې په دغه ولسوالۍ کې د روغتیایي امکاناتو نشت له کبله ډیری ناروغ لروني اړ کېږي چې خپل ناروغ مرکز ترینکوټ ته د درملنې په موخه یوسي.

د چنارتو يو اوسيدونکی عصمت الله وايي، په دې ولسوالۍ کې يو روغتيايي مرکز شتون لري، چې د معیاري خدمات په کې نه وړاندې کېږي او خلک مجبوریږي چې خپل ناروغان مرکز ترینکوټ ته انتقال کړي، چې هغه هم یو شمیر ناروغان د لارې د خرابوالي له امله ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړي وویل:«چې کوچنۍ ناروغي هم دلته  پیداشي موږ يې ترينکوټ ته انتقال کوو ځينې وخت مو ناروغان د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکړي لارې مو خرابي دي داسې موټران نشته چې ناروغان په کې انتقال کړو په ټوله ولسوالۍ کې يو روغتيايي مرکز شتون لري په هغه کې هم سم خدمات نه اجرا کېږي خلک په ډيرو ستونز کې دي.»

د چنارتو ولسوالۍ اوسيدونکي غوښتنه کوي، چې په يادې ولسوالۍ کې دې د روغتيايي او ښوونيزو خدمتونو ترڅنګ ټول هغه عامه خدمتونه چې د ولسوالۍ اوسيدونکي ورته اړتيا لري برابر شي.

چنارتو ولسوالۍ کې جوړې شوې دولتي ودانۍ د تېرو جګړو له امله بیرته ویجاړې شوي دي

ورته مهال ارزګان کې د طالبانو ځايي مسوولين هم مني چې په دغه ولسوالۍ کې څه ډول چې اړتيا ده خلکو ته خدمات نه دي وړاندې شوي.

ارزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریيس اغاولي قريشي وايي، چې د دوی حکومت له لوري به د چنارتو په ګډون ټولو ولسوالیو ته پام کېږي او د متوازنو خدماتو په وړاندې کولو سره به د خلکو اړتیاوو ته رسیدګي کېږي.

نوموړی زیاتوي، چې دوی به يو شمير موسېسات هم وهڅوي چې په يادې ولسوالۍ کې د خلکو ستونزې حل کړي.

هغه وويل: «د چنارتو  ولسوالۍ يو د هغو ولسواليو څخه ده چې د حکومت د پاملرنې په لومړي سر کې راځي ان شاالله موږ به د يوشمير نورو مرسته  کوونکو په همکارۍ دغې ولسوالۍ ته  پاملرنه کوو نه  يوازې د چنارتو ولسوالۍ بلکې ټولې هغه ولسوالۍ چې د حکومتي خدمتونو څخه پاتې دي خاصه پاملرنه  به ورته کېږي.»

د چنارتو ولسوالۍ بازار

په تېرو شلو کلونو کې د جګړو له امله د هیواد په لېرې پرتو ولسوالیو کې عام خلک د تعلیم، روغتیا او بیارغونې په برخه کې له خدماتو بې برخې پاتې شوي او اوس چې طالبان واک ته رسیدلي او هیواد کې جګړه دریدلې خلک له دوی څخه په یادو برخو کې د پاملرنې غوښتنه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه