ملګري ملتونه: افغانستان د مرستندویانو لپاره یو تر ټولو خطرناک ځای دی

OCHA Afghanistan

اطلاعات روز: د بشرپالو مرستو د همغږۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو دفتر (اوچا) وايي چې مرستندویان په افغانستان کې په سخت چاپېريال کې کار کوي او دا هیواد د مرستندویانو لپاره له پنځو ډېرو خطرناکو ځایونو څخه دی.

اوچا نن (دوشنبه، ۲۹ د زمري) د بشرپالو مرستو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ويلي چې د ۲۰۲۱ له اګست څخه په افغانستان کې شخړه او تاوتریخوالی په پام وړ توګه کم شوي، خو نوې ننګونې راپیدا شوې دي.

د اوچا په وینا، د طالبانو زیاتېدونکي محدودوونکي اقدامات چې ښځې او نجونې يې هدف وي، د بشرپالو کارونو په شمول زده کړو، عمومي ژوند، خدماتو او کار ته د هغوی لاسرسی محدودوي.

اوچا زیاته کړې چې طالبانو د مرستندویانو په وړاندې پام وړ محدودیتونه جوړ کړي دي.

طالبانو په دولتي او غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی. دې محدودیت د مرستې رسونې لپاره د بنسټونو کار له محدودیت سره مخ کړی دی.

د مرستندویانو لپاره خونړی کال

اوچا د بشرپالنې د نړیوالې ورځې په مناسبت ويلي چې د جګړې په لومړۍ کرښو کې د مرستندویانو تلفات په بې مخینې توګه زیات شوي دي.

د دې دفتر په وینا، د تېر کال پر مهال په ۳۳ هیوادونو کې د ۲۸۰ مرستندویانو په وژل کېدو سره ۲۰۲۳ د بشرپالې ټولنې لپاره تر ټولو خونړی کال ګڼل شوی دی.

اوچا زیاته کړې چې دا فوق العاده شميرې د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۱۳۷ سلنه زیاتوالی ښيي. په ۲۰۲۲ کال کې ۱۱۸ مرستندویان وژل شوي وو.

دې دفتر زیاته کړې چې ممکن ۲۰۲۴ کال نور هم خونړی وي. له شمېرو سره سم، د اګست تر اوومې پورې ۱۷۲ مرستندویان وژل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه