د پاکستان استازی: ښايي د سپټمبر د ۱۱مې په څېر يوه بله پېښه له افغانستانه سرچینه واخلي

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني خبرداری ورکړی چې ښايي د ۲۰۰۱ د سپټمبر د ۱۱مې په څېر یو بل برید له افغانستانه وشي، ځکه چې نړۍ دا جګړه ځپلی هیواد هېر کړی دی.

د ایکسپریس ټریبیون له راپور سره سم، دراني د سفیرانو په سالون کې د خبرو پر مهال ويلي: «افغانستان تقریبا هېر شوی دی. په دې کې هیڅ شک نشته او د جون میاشتې پر مهال د دوحې په درېيمه غونډه کې پر دې ټینګار هم وشو. بشري مرستې په مطلوبه کچه کې نه دي. حتا تېر کال یوازې یو پر درې برخه ژمنې بشپړې شوې دي.»

ده ويلي، چې په اوکراین او غزه کې تر جګړې وروسته د نړیوالو لوبغاړو لومړیتوبونه بدل شوي او نور افغانستان ته پاملرنه نه کېږي. دراني خبرداری ورکړی: «زه فکر کوم دا کولای شي افغانستان تر ۱۱ سپټمبر وړاندې حالت ته وګرزوي او په حقیقت کې د سپټمبر د ۱۱مې پېښه رامنځته کړي.»

نوموړي زیاته کړې، چې اوس مهال د افغانستان تر ۹۷ سلنه زیات وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او په دې شمېر کې ۵۲ سلنه پر نړیوالو بشري مرستو متکي دي.

دراني ويلي: «که بد اقتصادي وضعیت دوام پیدا کړي، نو زه انګېرم چې د افغانستان وګړي به هیواد پرېږدي او تر ټولو محبوب ځای ورته پاکستان دی. دا هغه موضوع ده چې باید په اړه یې حساس یو او نړیواله ټولنه باید خپل مسوولیت ادا کړي.»

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي همدا راز خبرداری ورکړی چې د داعش خراسان په ګډون د ترهګرو ډلو شتون د سيمې او نورې نړۍ لپاره خطر دی.

ده ويلي: «زموږ اندېښنه داده چې داعش خراسان ډله په افغانستان کې دننه پر قوي کېدو ده او په ایران، مسکو او د پاکستان په داخل کې دننه د دوی (داعش) د اقداماتو له کبله د سیمې او نړۍ لپاره د انديښنې لامل دي. که داسې پېښه دلته کېدلای شي، د نړۍ په بل ځای کې هم کېدلای شي.»

د طالبانو اقدامات اسلامي نه دي

د پاکستان ځانګړي استازي پر افغانستان د طالبانو درې کلنې واکمنۍ ته په اشارې ويلي، چې دا ډله له سترو ننګونو سره مخ ده؛ «لومړی دا چې هیڅ هیواد يې په رسمیت نه پېژني، دویم دا چې کوم وخت واکمن شول خزانه يې تشه وه، درېيم دا چې د اشرف غني د حکومت د پاشل کېدو تمه يې نه درلوده».

ده د خپلو خبرو په دوام کې ويلي: «که د تېرو دریو کلونو پر مهال ورته وګورئ فکر کوم چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی، فساد تر هغه کم دی چې په نړیواله کچه یې ادعا کېږي.»

واک ته تر رسېدو وروسته طالبانو سختدريځي قوانین پلي کړي او ادعا کوي چې دا د اسلام احکام دي. د طالبانو رژيم د خپلو پخوانیو ادعاوو بر خلاف نجونې له زده کړو منعه کړې دي، هغه چاره چې د دوی د نړیوال مشروعیت پر وړاندې لوی خنډ دی.

دراني ويلي، چې شونې ده د طالبانو اقدامات د دوی له خپلو شرایطو سره سم وي، خو اسلامي نه شي بلل کېدلای.

ده ويلي: «د افغانستان طالبانو داسې ځانګړي قوانین او مقررات پلي کړي چې ښايي له افغاني شرایطو سره سم وي، خو له اسلامي اصولو سره سم نه دي، لکه دوی چې يې ادعا کوي.»

د ټي ټي پي د بریدونو زیاتوالی

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي د فعالیت له کبله ترینګلې دي. د پاکستان په اند طالبان د پاکستاني طالبانو پر خلاف اقدام نه کوي.

د پاکستان ځانګړي استازي ويلي: «په افغانستان کې د پاکستان د سولې لپاره ښه راغلاست او دا مو طالبانو ته ويلي خو په عین حال کې زموږ ګیله داده چې د تحریک طالبان پاکستان له کبله د دوی سوله زموږ لپاره ستونزمنه شوې.»

دراني ويلي، چې په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان بریدونه ۷۰ سلنه زیات شوي.

کله چې له تحریک طالبان پاکستان سره د مقابلې لپاره د پاکستان د انتخابونو په اړه له دراني پوښتنه وشوه، نو په غوڅ ډول یې وويل چې ډيپلوماسي ګټوره ده.

ده ډاډ ورکړی چې که څه هم طالبان د ترهګرو د پټنځایونو پر خلاف د اقدام کولو لېوالتیا نه لري، خو پاکستان به د تحریک طالبان پاکستان ستونزه حل کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه