د کاناډا دولت: له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند وحشتناک دی

SM

اطلاعات روز: د کاناډا د بهرنیو چارو د وزيرې ملاني جولي په شمول د کاناډا درو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند وحشتناک بللی دی.

دوی دا اعلامیه پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د درېيمې کلیزې په مناسبت خپره کړې او ويلي يې دې چې د دې درو کلونو پر مهال په هیواد کې د ډيموکراسۍ، بشري حقونو او زده کړو په برخه کې د دوو لسیزو لاسته راوړنې له منځه وړل شوې دي.

د کاناډايي چارواکو په اعلامیه کې ويل شوي چې «له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند تر وحشت کم نه دی».

دوی زیاته کړې چې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د فاحش نقض له وجې د هغوی پر تګ-راتګ او پوښاک محدودیت لګول شوی او همدا راز زده کړو، کار، روغتيايي خدماتو او عدالت ته لاسرسی نه لري.

د کاناډا چارواکو ويلي چې د افغانستان ښځې او نجونې په خپلو کورونو او ټولنو کې زنداني شوې او روښانه راتلونکې ته هیله نه لري.

همدا راز دوی ويلي چې د طالبانو تر حکومت لاندې د هزاره ګانو، سیکانو، هندوانو، احمدیانو او نورو ځپل شویو ډلو په شمول قومي او مذهبي لږکۍ له خشونت سره مخ دي او څنډې ته کړل شوې دي.

د کاناډا د درو وزیرانو په اعلامیه کې ويل شوي چې له سولییزو لاریونونو سره تاوتریخوالی او وحشت شوی او ګډونوال یې زنداني شوي دي.

طالبانو د تېرو درو کلونو پر مهال په ځلونو د ښځو لاریونونه ځپلي او معترضې ښځې يې نيولې او زنداني کړې دي.

کاناډايي چارواکو په خپله اعلامیه کې زیاته کړې چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په پټنځای بدل شوی دی او دا د افغانستان، سیمه‌ییز ثبات او نړیوال امنیت لپاره وحشتناک پیغامونه لري.

دوی ويلي چې کاناډا له تروریزم سره د مبارزې د پیاوړتیا لپاره د افغانستان له ګاونډیانو سره همکاري کوي.

کاناډايي چارواکو له افغانستان سره د دې هیواد مرستو ته اشاره کړې او ويلي يې دې چې کاناډا له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې بشرپالو مرستو ته ۲۴۳ میلیون ډالر او ۱۰۸ میلیون نور ډالر اساسي، روغتيايي او زده کړییزو اړتیاوو او د ښځو او نجونو د حقونو پیاوړتیا ته ځانګړي کړي دي.

دوی زیاته کړې چې کاناډا په تبعید کې د بشري حقونو د مدافعینو ملاتړ کړی او تر ۵۳۶۰۰ زیاتو افغانانو ته یې ځای ورکړی دی.

د کاناډا دولت ويلي چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې په بهیر کې یو اړخ فعال دی او د ښځو او نجونو د حقونو د احیا لپاره د دې بیهر ملاتړ کوي.

د کاناډا درو لوړپوړو چارواکو ويلي: «موږ د یوه داسې باثباته او سولییز افغانستان لپاره په مبارزه کې د افغانستان له خلګو سره یو چې هیڅ کس پکې تر ظلم لاندې ژوند ونه کړي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه