یونیسکو: نړیواله ټولنه دې د افغان نجونو او ښځو په وړاندې د مکتبونو او پوهنتونو د پرانیستنې لپاره منظمه شي

UNESCO / Navid Rahi

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو زده کړییز، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) ويلي چې نړیواله ټولنه باید د افغان نجونو او ښځو په وړاندې له کوم قید او شرط پرته د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانیستلو لپاره منظمه شي.

دې سازمان پرون (پنجشنبه، ۲۵ د زمري) پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د درېيمې کلیزې په مناسبت په خپله اعلامیه کې ويلي چې دا په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې نجونې پکې منځنۍ او لوړې زده کړې نشي کولای.

یونیسکو زیاته کړې چې یو میلیون او ۴۰۰ زره افغان نجونې په قصدي توګه له زده کړو بې برخې شوې دي. همدا راز لومړنیو زده کړو ته لاسرسی هم کم شوی او د پخوا په پرتله ۱.۱ میلیون کمې نجونې او ماشومان ښوونځي ته ځي.

د یونیسکو عمومي مديرې ادري ازولي ويلي: «نن افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې تر ۱۲ کلنۍ د لوړو نجونو پر زده کړو یې بندیز لګولی دی. دا وضعیت په موږ ټولو پسې اړه لري، د زده کړې پر حق مذاکره نشي کېدلای.»

دې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغان نجونو او ښځو په وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونو د بې قیده پرانیستنې لپاره منظمه شي.

یونیسکو زیاته کړې چې د کابل تر سقوط درې کاله وروسته نوي اطلاعات په افغانستان کې د زدکړییز وضعیت پر بدوالي شاهدي ورکوي.

د دې سازمان په وینا، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له لوري د لګول شویو بندیزونو له امله لږ تر لږه ۱.۴ میلیون نجونې په قصدي توګه له منځنیو زده کړو بې برخې شوې دي.

د یونیسکو په وینا، د ۲۰۲۳ کال د اپریل په پرتله پر دې شمېرو ۳۰۰ زره نور افراد هم ور زیات شوي دي. کومې نجونې چې هر کال ۱۲ کلنۍ ته رسېږي، ورسره له زده کړو د بې برخې نجونو شمېر هم لوړېږي.

دې سازمان زیاته کړې: «که هغه نجونې هم ور زیاتې کړو چې د دې بندیزونو تر پلي کېدو وړاندې له زده کړو پاتې وې، اوس په هیواد کې تقریبا ۲.۵ میلیون نجونې له زده کړو بې برخې دي چې په افغانستان کې د ښوونځي د عمر ۸۰ سلنه جوړوي».

یونیسکو ويلي چې طالبانو د تېرو درو کلونو پر مهال په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د دوو لسیزو لاسته راوړنې له منځه وړې دي او اوس مهال د یوه نسل بشپړ راتلونکی په خطر کې دی.

د دې سازمان په وینا، که څه هم تر ۱۲ کلنۍ کمو نجونو ته د زده کړو اجازه شته، خو د هغو زده کوونکو شمېر په زیاته کچه کم شوی دی چې د لومړنیو زده کړو لپاره نوملیکنه کوي.

د یونیسکو له نویو شمېرو سره سم، د ۲۰۲۲ کال پر مهال په افغانستان کې یوازې ۵.۷ میلیون نجونې او ماشومان په ابتدايي ښوونځیو کې وو، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۹ کال پر مهال دا شمېر ۶.۸ و.

د یونیسکو په وینا، په ابتدايي ښوونځیو کې د نوملیکنې کمښت ځکه را منځ ته شوی چې طالبانو ښځینه ښوونکې نارینه زده کوونکو ته له تدریسه منعې کړې دي او په دې توګه ښوونکي کم شوي. همدا راز په یوه داسې ټولنیز-اقتصادي وضعیت کې چې ورځ په ورځ سختېږي، ښوونځیو ته د اولادونو د لیږنې په تړاو د مور و پلار د انګیزې کمښت په ابتدايي ښوونځیو کې د نوملیکنې د کمښت یو بل لامل بلل شوی.

یونیسکو په زیاته کچه د زده کړو د پرېښوولو په تړاو اندېښنه ښوولې او ويلي يې دې چې د دې وضعیت له امله د ماشومانو کار او وختي ودونه زیاتېږي.

د دې سازمان په وینا، د لوړو زده کړو د پرېښوولو شميرې نورې هم اندېښمنوونکې دي او له ۲۰۲۱ کال راهیسې بیا تر اوسه په پوهنتونو کې د محصلینو نوم لیکنه نیم په نیمه (۵۳ سلنه) کمه شوې ده.

یونیسکو زیاته کړې چې هیواد په چټکۍ د هغو دندو لپاره د زده کړو لرونکو محصلینو له کمښت سره مخ کېږي چې مهارت ته پکې اړتيا وي او د پرمختیا په برخه کې به ورسره ستونزې زیاتې شي.

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته لومړی تر شپږم ټولګي لوړې نجونې له زده کړو بې برخې کړې او وروسته یې پوهنتونونه هم د نجونو په وړاندې وتړل.

دې ډلې د افغانستان زده کړییز او تحصیلي نصاب هم بدل کړی او تمرکز يې پر دیني زده کړو دی.

طالبانو د تېرو درو کلونو پر مهال د ديني او جهادي مدرسو د پراختیا لپاره جدي هڅې کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه