«افغان ویټنیس»: د وروستیو دوه نیمو کلونو پر مهال په افغانستان کې تر ۳۰۰ زیاتې نجونې وژل شوې دي

Photo: Afghan Witness

اطلاعات روز: په افغانستان کې د بشري وضعیت څارونکې څېړنیزې پروژې «افغان ویټنیس» ويلي چې د وروستیو دوه نیمو کلونو پر مهال په افغانستان کې ۳۲۲ نجونې او ښځې د جنسيتي تاوتریخوالي له امله وژل شوې او لږ تر لږه ۱۵۲ نورې ښځې او نجونې ژوبلې شوې دي.

دې بنسټ په خپل راپور کې چې نن (پنجشنبه، ۲۵ د زمري) خپور شوی، د ۲۰۲۲ کال د جنوري له لومړۍ بیا د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰مې پورې د جنسیت پر اساس د تاوتریخوالي په شمول د افغانستان له ټولنې د «ښځو حذف» ارزولی دی.

د دې راپور موندنې ښيي چې د دې مودې پر مهال په افغانستان کې د ۸۴۰ ښځو او نجونو په وړاندې د جنسیت پر اساس د تاوتریخوالي لږ تر لږه ۷۰۰ ادعاوې ثبت شوې دي.

د دې راپور له مخې، د ۳۲۲ ښځو له وژنې او ۱۵۲ له ژوبلېدو پرته په دې موده کې د نیونې، تښتونې او جبري ورکولو ۲۸۷ نورې پېښې هم ثبت شوې دي.

همدا راز، «افغان ویټنیس» په خپل راپور کې ويلي چې د دې مودې پر مهال يې د تعرض یا جنسي تېري لږ تر لږه ۷۵ پېښې ثبت کړې دي چې د جنسي تېري لپاره هڅې او اقدام هم پکې شاملېږي او په راپور کې ويل شوي چې اووه قربانیان تر تعرض او تېري وروسته وژل شوي دي.

د «افغان ویټنیس» په راپور کې ويل شوي چې د جنسيت له مخې د تاوتریخوالي په ادعاوو کې کوم ۷۵ موارد ثبت شوي، په هغو کې تر قانوني عمر کم قربانیان هم وو او په ۱۵۰ پېښو کې د کورنۍ غړي او خپلوان مجرم پېژندل شوي دي.

د دې راپور له مخې، ۱۴۱ ښځې د کورني تاوتریخوالي له وجې وژل شوې دي او په دې تاوتریخوالي کې ۱۶ ښځې نورې هم ژوبلې شوې دي.

همدا راز «افغان ویټنیس» ويلي چې په زندان کې له ښځو سره د شکنجې، ظالمانه، غیر انساني او سپکوونکي چلند ۲۸ ادعاوې يې ثبت کړې دي او د همدې پېښو په ترڅ کې دوې ښځې وژل شوې او پنځه نورې ژوبلې شوې دي.

 د دې راپور له مخې، طالبان د ښځو او نجونو پر خلاف د جنسیت له مخې په شویو تاوتریخوالي کې د ۴۲۲ پېښو مسوول دي.

«افغان ویټنیس» ويلي چې شونې ده د جنسیت له مخې د تاوتريخوالي او وژنو واقعي شمېر تر دې لوړ وي؛ ځکه چې د اکثریت داسې پېښو راپور نه ورکول کېږي.

دې بنسټ خپل راپور په ټولنیزو رسنیو کې د مطرح شویو ادعاوو، رسنیزو راپورونو، خبریالانو او بشري حقونو له لارې چمتو کړی دی.

په دې راپور کې ويل شوي چې په دې لړ کې د جنسیت له مخې له ښځو سره د تاوتریخوالي د ۱۰۹ مواردو په تړاو انځوریز شواهد او ویډیوګانې هم شته.

دې بنسټ زیاته کړې چې په دې موده کې يې ۱۱۶ داسې ویډیوګانې ليدلې چې په هغو کې د جنسیت له مخې تاوتریخوالی کېږي او د ۴۵ ویډیوګانو موقعیت يې هم تثبیت کړی دی.

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنۍ راهیسې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو د وژنې، وهلو او شکنجې پېښې زیاتې شوې دي.

له دې پرته په ګڼو نورو راپورونو کې د طالبانو افراد د ښځو او نجونو په وژنې او پر هغوی په تېري تورن شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه