په تبعید کې افغان خبریالان: طالبانو په وروستیو دریو کلونو کې تر ۳۰۰ زیات خبریالان او د رسنیو کارکوونکي زنداني کړي

Photo: @MoDAfghanistan2

اطلاعات روز: په اروپا او شمالي امریکا کې د افغانستان تبعید شوي خبریالان وايي، چې د دوی څېړنې ښيي چې طالبانو په وروستیو دریو کلونو کې ۳۰۹ خبریالان زنداني کړي دي.

د دې خبریالانو اعلامیه چې د کابل د سقوط او پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو د درېيمې کلیزې په مناسبت خپره شوې، ويل شوي چې په دې شمېرو کې هغه موارد شامل دي چې تایید شوي او شونې ده چې واقعي شميرې زیاتې وي.

په تبعید کې افغان خبریالانو ويلي، چې دا شمیرې د جمهوریت په شلو کلونو کې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو تر نیولو زیاتې دي.

د دې خبریالانو په اعلامیه کې ويل شوي چې د ۱۴۰۱ لمریز کال پر مهال ۱۶۳ پېښې، د ۱۴۰۲ لمریز کال پر مهال ۱۳۲ او د روان لمریز کال په پنځو میاشتو کې د خبریالانو او رسنیزو کارمندانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۷ پېښې شوې دي.

دوی ويلي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان د رسنیو شمېر هم په «بې مخینې» توګه کم شوی او اوس مهال یوازې ۳۵ سلنه هغه رسنۍ فعالیت کوي چې په تېر حکومت کې فعالې وې او نورو خپلو فعالیت درولی دی.

په تبعید کې افغان خبریالانو همدا راز ويلي، چې په هیواد کې د ښځینه خبریالانو شمېر ۹۵ سلنه کم شوی او اوس مهال له هغو یو زر او ۸۰۰ ښځینه خبریالانې چې د جمهوریت پر مهال يې کار کاوه، یوازې شاوخوا ۵۰ تنې خپل کار ته دوام ورکوي.

دوی په افغانستان کې د بیان د ازادۍ په اړه خپله ژوره انديښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې طالبانو د تېر نظام لویه لاسته راوړنه چې د بیان ازادي وه له منځه وړې.

په تبعید کې افغان خبریالانو له ملګرو ملتونو او د بیان د ازادۍ له ملاتړو نړیوالو بنسټون غوښتي چې د افغانستان د رسنیو ملاتړ وکړي او هغه څه مستند کړي چې په افغانستان کې کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه