د خبریالانو مرکز: د طالبانو د واکمنۍ په درېيم کال کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د نقض ۱۸۱ موارد ثبت شوي دي

اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په درېيم کال کې يې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د نقض ۱۸۱ موارد ثبت کړي دي.

دې مرکز نن (سې‌شنبه، ۲۳ د زمري) د طالبانو د واکمنۍ د درېيم کال پر مهال د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د وضعیت په تړاو راپور خپور کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ويلي چې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د نقض په مواردو کې ۱۲۳ د ګواښ پېښې او ۴۸ د خبریالانو او رسنیزو کارمندانو د نیونې پېښې شاملې دي.

د دې مرکز له راپور سره سم، له نیول شویو خبریالانو څخه دوه تنه لا يې هم له طالبانو سره بندیان دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ويلي چې د رسنیو او خبریالانو پر ازاد فعالیت د طالبانو محدودیتونه لا هم دوام لري او دې ډلې د خپلې واکمنۍ په درېیم کال کې د رسنیو او خبریالانو په تړاو درې نوي محدودوونکي فرمانونه ورکړي دي.

د دې مرکز په وینا، د «پردیو اصطلاحاتو» له کارولو د رسنیو منع کول، په کندهار کې د طالبانو له رسمي او غیر رسمي غونډو څخه د عکس او فلم پر اخیستلو بندیز او له راډیوګانو او ټلویزونو سره د نجونو پر ټلیفوني اړيکې بندیز هغه اوامر دي چې طالبانو په وروستي يوه کال کې صادر کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ويلي چې د دې ډلې د واکمنۍ په درېيم کال کې د رسنیو په وړاندې د طالبانو دریځ یو نه و، په داسې حال کې چې د دې ډلې یو شمېر چارواکو د عامه رسنیو لپاره د هغه قانون د پلي کولو خبرې کولې چې تېر حکومت تیار کړی و، خو «ولیدل شول چې د بیان د ازادۍ او رسنیزو ازادیو په وړاندې سخت محافظه کار سنتي او مذهبي فکر غالب دی».

د افغانستان د خبریالانو د مرکز په راپور کې ويل شوي چې د طالبانو د واکمنۍ په درېيم کال د سوداګریزو اعلانونو د کمښت، د ملاتړو پروژو د کموالي او د طالبانو له لوري د ماليو د زیاتوالي له وجې د رسنیو اقتصادي ستونزې دوامداره شوې دي.

همدا راز دې مرکز ويلي چې دا کال هم له افغانستان خبریالان او رسنیز کارکوونکي وتلي او زیات خبریالان لوېديځو هیوادونو ته د کډوالۍ په موخه ایران او پاکستان ته تللي دي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز له شمېرو سره سم، طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو دوو کلونو کې د رسنیو او خبریالانو په تړاو ۱۴ محدودوونکي فرمانونه ورکړي وو.

په دې فرمانونو کې ګڼ هغه مسایل شامل وو چې له رسنیو سره یې اړه درلوده او په دې لړ کې ښځینه ویاندویانې مکلفې شوې وې چې د خپرونې پر مهال تور ماسک واچوي، همدا راز پر موسيقي بندیز لګول شوی و او رسنیو ته ويل شوي و چې طالبان د افغانستان د حکومت په نوم سره یاد کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه